چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد اروپايي ټولنې استازی د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ازبکستان...

د اروپايي ټولنې استازی د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ازبکستان ته تللی

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی، څو د افغانستان د وضعیت په اړه د منځنۍ اسيا له چارواکو سره خبرې وکړي.

نیکلسون په یوه ټويټ کې تاشکند ته د خپل سفر د اعلانولو تر څنګ پوښتلي: منځنۍ اسيا ته افغانستان څه مانا لري؟ اروپايي ټولنه څنګه د يوه رغونکي شريک په توګه مشارکت ورسره کولای شي؟

د اروپايي ټولنې استازي دغه راز ویلي، چې تاشکند ته له هیله مندیو سره تللی او غواړي هلته د له نورو استازو سره دغو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړي.

اروپايي ټولنې مخکې په ازبکستان کې افغانستان ته د مرستو رسولو د یوه مرکز د جوړولو په اړه د خبرو خبر ورکړی و.

پاکستان هم هڅه کوي، چې دغه ډول یو مرکز په خپله خاوره کې جوړ او افغانستان سره د مرستو همغږي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب