چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغانستانه د لرغونو اثارو پر واردولو بندیز ولګاوه

امریکا له افغانستانه د لرغونو اثارو پر واردولو بندیز ولګاوه

تاند (دوشنبه، د حوت ۲ مه) د ا مریکا حکومت له افغانستان څخه خپلې خاورې ته د هرراز هنري او عتیقه اثارو پر واردالو د څلورو کلونو لپاره بندیز ولګاوه.

د دې مقررې پر اساس، چې د فبرورۍ له اتلسمې څخه اجرا شوې، لږترلږه د ۲۰۲۶ د اپریل تر ۲۸ پورې له افغانستان څخه هیڅ ډول تاریخي او هنري اثار څوک امریکا ته وړلی نه شي.

د ارټ نیوزپېپر (The Art Newspaper) د راپور له مخې، د دې پرېکړې هدف دا دی چې د افغانستان د لرغونو او انتیکو اثارو د لوټ او قاچاق مخه ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا پرېکړه یې د کلتوري شتمنیو د تطبیق د قانون (CPIA) پر اساس کړې ده.

د خپرونې پر اساس، د کلتوري شتمنیو هغه متحصصان، چې د هنري اثارو په برخه کې د امریکا حکومت ته مشورې ورکوي، اندېښنه لري چې د دې پرېکړې له امله به په امریکا کې ضبط کېدونکي افغاني اثار د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د هغو اثارو چې له افغانستان څخه یې امریکا ته وړل منع اعلان شوي، خپور کړی دی. په دې لیست کې داسې اثار شاملېږي چې له ۵۰۰۰۰ میلاد مخکې تر ۱۷۴۷ میلاد وروسته وختونو پورې اړوند دي.

د افغانستان لرغوني اثارو له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې لوټ کېږي. زرګونه قلمه لرغوني اثار، چې د بریتانیا د ګمرکونو مامورینو نیولي وو، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ملي موزیم ته بېرته سپارل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه لري چې ښايي یو وار بیا د افغانستان د لرغونو اثارو لوټ پیل شي.

طالبان د خپل حکومت په تېره دوره کې د لرغونو اثارو په ارزښت نه پوهېدل او نه یوازې دا چې په خپله یې ګڼ شمېر لرغوني اثار ویجاړ کړل، ډېر نور د پاکستان د هماغه وخت د حکومت چارواکو ورڅخه یووړل. خو دا ځل تر دې دمه طالبانو د لرغونو اثارو ساتنې ته پام کړی او حتي د ځینو راپورونو له مخې، طالب وسله وال د موزیم د اثارو لیدو ته ورځي.

دغو طالبانو رسنیو ته په مرکو کې ویلي چې دا یې د هیواد شتمني ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زیان ورورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب