دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمالیزیا په کابل کې د دفتر پرانيستو په اړه د متقي خبرې...

مالیزیا په کابل کې د دفتر پرانيستو په اړه د متقي خبرې رد کړې

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ د مالیزیا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هغه خبره رد کړې، چې ګواکې دغه هېواد په کابل کې د بشري او اقتصادي همکاريو دفتر پرانيزي.

د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه ‏کې راغلي، چې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی سلاکار کابل ته راغلی او د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره یې لیدلي.

سرچينې دا هم ويلي وو، چې ماليزيايي مقام په کابل کې د اقتصادي او بشري همکاريو د دفتر پرانيستو په اړه له مولوي متقي سره خبرې کړي دي.

د مالیزیا د بهرنيو چارو وزارت نن وویل، چې ياد شوی دفتر د دوی نه، بلکې د سولې د نړېوال ماموريت اړوند دی.

طالبانو بيرته د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. امیرخان متقی مسلکی دیپلومات نه دی زکه نو په دیپلوماتیکو اصولو هم نه پوهیزی خدای تعالی دی هدایت ورته وکی دا چوکی یی هسی غصب کری سخت ظلم یی کری
    داسی هم ویل کیژی چی د پاکستان برنامه مخ ته وری. ویل کیزی چی جایدادونه یی په پاکستان کی دی

  2. علم بېله شکه پر انسان فرض دی متقي به علم د پاکستان په مدارسو کي سرته رسولی وي، خو د مولوي مقام ورته منسوبول نا انصافي ده. بیا هم که فرض کړو جناب مولوي هم وي نو د مولوي او یوه ډیپلومات کارونه توپیر لري. مالیزیا اسلامي هیواد دی خبره یې د اسلامي اصولو او ریشتیا ویلو سره ده برعکس د متقی خبره د پاکستان او ایم ایکس ده.
    دروغ ویل ښه کار ندی داسي به دي نړۍ رسواه کړي بې علمه مولوي!!!!!

  3. متکی د آی اس آی نماینده دی هیڅ د دی پُست اخلاق او کرکتر نلری. طالبان دی متجربه ترجمانان ځانو ته وګماری هغوی څه وایی او دوی څه فکر کوی. منافقانو همیشه خلکو ته دروغ ویلی دی. هماغه خره چی دی هماغه خره دی په والله که یی سړی کړې. د دوی ټول مذهب، اصول او عقیده صرف لنګی او ږیره ده. بالا شرط هر څومره چی چټل وګرځی، لنګی ولری او ږیره دی اوږده وی په ټول افغانستان کی چکر ووهه ته به په امن کی یی خو کچیری دی جامی سپینی او پاکی وې، ږیره دی منظمه او ویښتان دی پاک او منظم ول بیا نو ستا په لیدو د طالب کونه سوځی. دوی ټول د آی اس آی تولیدات مګر پکی یو یو سړی هم پیدا کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب