Homeخبرونهد شمالي وزیرستان يو شمېر مشران له ټي ټي پي سره د...

د شمالي وزیرستان يو شمېر مشران له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره خوست ته راغلي

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ د پاکستان امنيتي سرچينو ډیوې راډیو ته ویلي، چې افغانستان ته یې د شمالي وزیرستان يو شمېر مشران په دې موخه لیږلي، څو د پاکستان د تحريک طالبان ډلې ( ټي ټي پي) سره د سولې مذاکرات وکړي.

سرچينې وايي، چې د قومي مشرانو دا ۱۰ کسیزه ډله خوست ولايت ته رسیدلې ده.

پاکستاني چارواکو منلې، چې ټي ټي پي سره د مذاکراتو په تېر پړاو کې یې د يادې ډلې نيږدې سل وسله وال له بنده خوشې کړي.

ويل شوي، چې د شمالي وزیرستان قومي مشران به د ی

خپلې سيمې د وسله والو مشر حافظ ګل بهادر او نورو مشرانو سره وویني.

په خوست کې د طالبانو د حکومت والي محمد نبي هم دې ولايت ته د شمالي وزیرستان د مشرانو یاد شوی سفر تاييد کړی دی.

د یادو خبرو د دوام خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې د پاکستان حکومت تېر ځل د افغانستان د طالبانو د کورنيو چارو د وزير مولوي سراج الدين حقاني په منځګړتوب له ټي ټي پي سره په خوست ولايت کې د پیل شویو مذاکراتو له مخې پیل کړی اوربند مات او د یادې ډلې پر ضد د عملياتو اعلان وکړ.

ټي ټي پي هم له اوربند ماتیدو وروسته د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ګڼ بریدونه ترسره او درنه مرګ ژوبله ور واړوله.

ټي ټي پي د تازه پیل شویو مذاکراتو د راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...