دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ۹۰ بندیان خوشې او یو تن د څه باندې ۲ زره...

ننګرهار: ۹۰ بندیان خوشې او یو تن د څه باندې ۲ زره تابلیت کا په تور نیول شوی

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ ‏په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د خپل عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبسه د کم عمره ځوانانو په ګډون ۹۰ سياسي او جنايي بنديان ازاد کړل.

د ننګرهار طالب چارواکو دغه راز د جلال اباد ښار په دويمه ناحیه کې د څه باندې ۲ زره ( کا) نيشه يي ګولیو په تور د یوه کس د نیولو خبر هم ورکړی.

په وروستيو کې له یو شمېر نورو زندانونو څخه هم طالب چارواکو د لسګونو بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

مخکې طالبانو ويلي وو، چې د سیاسي بندیانو په توګه په زندانونو کې هیڅوک ورسره نشته.

معلومه نه ده، چې د سیاسي بندیانو په نوم خوشې شوي ننني کسان د طالبانو په واکمنۍ کې نیول شوي او که له مخکې څخه بنديان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب