یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د وارديدونکو توکيو کیفیت او قیمت کنټرولوو

ملا برادر: د وارديدونکو توکيو کیفیت او قیمت کنټرولوو

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ ‏ د طالبانو د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله، څو په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون همدا راز پرېکړه وکړه، چې ‏ هیواد ته د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګاز د کیفیت او قېمتونو د کنټرول لپاره باید «د نفتي موادو او مایع ګاز دولتي شرکت»، مربوطه وزارتونو او سټنډرډ ملي ادارې لخوا یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون لخوا پر شرکت د ترانسپورټي اتحادیو اړولو وړاندیز هم تائید شو.

طالبانو د يادو پريکړو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب