یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفايننشل ټايمز: اردوغان د ټاکنو د ګټلو لپاره اسلام رسمي دین...

فايننشل ټايمز: اردوغان د ټاکنو د ګټلو لپاره اسلام رسمي دین اعلانوي

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ فايننشل ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ممکن د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ګټلو او اسلامپالو د ملاتړ خپلولو لپاره اسلام د ترکیې د رسمي دين په توګه اعلان کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې اردوغان په ټاکنو کې د بایلې وېره لري، له همدې کبله غواړي چې داسې پارونکو اقداماتو ته مخ واړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو له را نيږدې کیدو سره د اردوغان مخالفې ډلې د نوموړي د ماتولو لپاره په یو کیدو دي.

د اردوغان مخالفو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ترکيه له ژور سیاسي او اقتصادي ناورين سره مخامخ دی، چې ملامتي یې طیب اردوغان ته ور ګرځي.

ورځپاڼې دا هم ويلي، چې له څو لسیزو وروسته به په ترکيه کې د رسمي دين په توګه د اسلام اعلانول، هغه هم د خپلو سیاسي موخو لپاره اردوغان ته ښې پايلې ونه لري او د مختلفو نظریو د خلکو تر منځ به ټکرونه زیات کړي.

ترکي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ترکیې له خپلواکۍ څخه وروسته د دغه هېواد ملي اتل اتاترک د يوه سيکولر نظام بنسټ ايښی، چې تر اوسه واکمن دی.

د ترکیې د اساسي قانون له مخې، یاد شوی هېواد کوم رسمي دین نه لري.

1 COMMENT

  1. دغه ابليس د يهود چيچی اوس له ځانه عثماني خليفه جوړوي په اصل دغه خنزير د چرسو هيروينو لوی تجار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب