یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط کورنيو چارو وزارت: د سلو يا دوه سوه زره کسيز...

د ط کورنيو چارو وزارت: د سلو يا دوه سوه زره کسيز پولیسي ځواک په جوړولو کار کوو

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال جلالي وايي، چې له یو لک څخه تر دوه لکو کسانو تر شمېر پورې د پوليسي ځواک په جوړولو کار کوي.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې دا هڅې یې ټولې له خپلې داخلي بودیجې څخه تمويلېږي.

نوموړی زياتوي، چې تر اوسه د دوی پوليسو ته معاش نه دی ورکړل شوی، خو د مالي مرستې په نوم يوه اندازه امکانات ورکول کېږي.

دغه لوړپوړي طالب مقام په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعاليتونو او موجوديت ادعاوې هم رد کړې او ويې ويل، چې که ځینې کړۍ موجودې هم وي، دوی به یې وځپي او له منځه به یوړل شي.

ياد شوي طالب چارواکي په افغانستان کې د بلې جګړې د ترسره کيدو امکان هم رد کړ او زياته يې کړه، چې د دوی د حکومت د په رسميت پېژندلو ستونزه به هم حل او وضعیت به د ښه والي پر لور حرکت وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له چلند څخه شکايتونه زيات شوي او پرون هم د دوی په ډزو په کندهار کې د څو ښځو د مرګ ژوبلې خلاف لاريون وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب