یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهحقمل: د مرکزي سيلو له فعالیدو سره د کال ۳۵ میلیونه افغانۍ...

حقمل: د مرکزي سيلو له فعالیدو سره د کال ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت ماليې وزارت وايي، چې ‏د مرکزي سیلو دولتي شرکت د مالیې وزارت په همکارۍ، همغږۍ او نظارت خپل فعالیتونه له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته بیا پیل کړل.

د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل وايي، چې د دغه شرکت د بیا ځلي فعالېدو سره سم کولای شي، چي هر کال تقریبأ ۳۵ میلیونه عواید ترلاسه کړو.

نوموړی زیاتوي: موږ هڅه کوو، چي د دغه شرکت ظرفیت لا لوړ کړو.

ويل شوي، چې ياده سیلو د تنظيمي جګړو پر وخت زيانمنه شوې او له فعالیت څخه لویدلې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو د طالبانو له لوري د دغه سیلو د فعالیدو ستاینه کړې او دا یې ښه کار بللی دی.

3 COMMENTS

  1. دا ‌‌‌‌‌‌ډیر نیک اقدام دی ، که د کندهار د سیلو د ترمیم پلان هم تر کار لاندی و نیول سی چه د کندهار سیلو یوازی د غنمو د پاکولو او ذخیره کولو ظرفیت لری چه دا کار به د غنمو د نرخ په کنترول کی ‌‌‌‌‌‌ډیر مفید واقع سی .

  2. حقمل صاحب؛
    د دی ترڅنګ چی د مرکزی سیلو د بیا فعالولو مبارکی درته وایم همداسی پاملرنی او همت ته سپین زر،نساجی ،پشمینه بافی،سمنټو فابریکی او نوری سیلوګانی هم ضرورت لری ځکه دډی فابریکو خام مواد اکثراََ وطنی دی ،خو ترمیمات یی په هغو خلکو وکړی چې دا فابریکې یی جوړی کړی وی ،هغه ازمویل شوی منافقین چې د افغان د خودکفایی ، صف مرصوص او عزت دښمنان دی،لاس یی ورلنډ او ډدوی له شر څخه زموږ سر او مال ساتنه دینی مسئولیت او عبادت وګرځوی

  3. ماشاءالله دغه د هيواد د پرمختګ بيلګه ده.د سيلو بيرته جوړول او کارول نيکمرغه کار او ولس ته رزق په تيره بيا کابل ښه زيری ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب