یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د دفاع وزارت ویندوی د افغانستان او اوکراین ورته والی...

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی د افغانستان او اوکراین ورته والی ردوي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲ مه) پینتاګون وايي، د اوکراین او افغانستان شرایط توپیر لري او باید له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل او د اوکراین او روسیې کړکېچ سره پرتله نه شی.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي د یکشنبې په ورځ (تېره شپه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې د اګست په میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ګډوډ او نامظم وتلو ته په اشارې، چې په نتیجه کې یې طالبان واک ته ورسېدل، وویل «موږ لا هم هغه څه چې په اګست کې وشول، هضم کړي نه دي. د دواړو په منځ کې خورا ډیر توپیر شته. څه چې اوس په اوکراین کې کېږي او څه چې موږ وینو او د هغه څه ترمنځ چې موږ په افغانستان کې ولیدل، ډېر ورته والی نه شته. موږ هلته (افغانستان) شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، او موږ په دوو اوونیو کې د ډېر شمېر خلکو؛ یولکو ۲۴ زره تنو په ایستلو بوخت وو.»

کربي بیا بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان او اوکراین شرایط ورته والی نه لري او په اوکراین کې د جګړې د مخنیوي هڅه کېږي.

د کربي په وینا د امریکا او ناټو ټول چارواکي هڅه کوي چې په اوکراین کې جګړه ونه شی.

امریکا او ناټو روسیې ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین یې یرغل وکړ نو سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي خو روسیه وايي چې تضمین دې ورکړای شي چې اوکراین به د ناټو غړیتوب نه ترلاسه کوي.

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو له خپلې خاروې سره یوځای کړه او د اوکراین د ختیځ پراخې سیمې یې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په وسیله د اوکراین له مرکزي حکومت څخه جلا کړي نو په داسې حالت کې د خپلې خاورې د نورو برخو د خوندیتوب لپاره که له ناټو سره یوځای نه شي، څه تضمین شته چې روسیه به ټول اوکراین نه نیسي او له خپلې خاورې سره نه یوځای کوي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر، چې د جرمني د مونشن په امنیتي غونډه کې یې ګډون کړی و، سي این این ته وویل چې لوېدیځ دې مخکې تر دې چې روسیه اوکراین ونیسي پر دغه هیواد بندیزونه ولګوي.

د لوېدیځ د بندیزونو په صورت کې به روسیه د نړۍ له لویې برخې سره تجارتي راکړه ورکړه نه شي کولی.

1 COMMENT

  1. د اکراين په هکله ددوۍ اوازې د سړې جګړې پيلامه ده.هلته دوۍ داسي رمباړي نسي وهلی لکه په افغانستان کې. هلته زوروره روسيه ده سي د امريکا او غرب په غربړو روسيه خپل غوږ هم نه ګروي.دوۍ پخپل منافقت کې ناکام سول غوښتل يې مسکو ته اکرين د سنګر په توګه ونيسي. مګر روسيه اوس په نظامي ډګر کې تر امريکا ډيره مخکي ده. امريکا ته يوازي د خولې توپونه ويشتل پاته دي. دا هم د افغان ولس ازار ده سي دغه فرعون به غرق سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب