یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني ورور له نوموړي سره د خپلې ليدنې جزییات په...

د ولسمشر غني ورور له نوموړي سره د خپلې ليدنې جزییات په ډاګه کړل

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي په يوه تازه مرکه کې له ښاغلي غني سره د خپلې ليدنې جزییات په ډاګه کړل.

حشمت غني احمدزي له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل، چې ډاکټر غني په هغه صورت کې هېواد ته غواړي ستون شي، چې راتګ يې په افغانستان کې موثر وي.

د بې واکه شوي ولسمشر ورور زیاتوي، چې نوموړی په افغانستان کې د ژوند تېرولو لېواله دی، خو دلته ستنیدل او ژوند به يې د عادي افغان په شان نه وي.

حشمت غني احمدزي دا هم وويل، چې ښاغلی غني نور د سياسي فعاليت لېوالتيا نه لري او دا غواړي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې ازادانه علمي، خیریه او نور غیر سیاسي فعالیتونه ولري.

ښاغلي احمدزي له مشخصو جزيياتو پرته ټينګار وکړ، چې يوازې امنیتي تضمين افغانستان ته د بې واکه شوي ولسمشر د ستنیدو شرط نه دی او په دې برخه کې نور شرایط هم شته، چې له پوره کیدو سره به یې نوموړی هېواد ته راستون شي.

د ولسمشر غني ورور دغه راز رد کړه، چې ګواکې د جمهوري نظام لوړ پوړی مقام عبدالسلام رحيمي د ولسمشر په استازيتوب کابل ته راغلی.

هغه رحيمي، حمدالله محب او ځینې نور چارواکي د ښاغلي غني له نوم څخه په ناسمې استفادې تورن کړل او ويې ويل، چې ولسمشر له دوی څخه هیچا سره اړيکې نه لري او دوی يو هم د نوموړي استازيتوب نه شي کولای.

حشمت غني احمدزي ادعا وکړه، چې د ولسمشر غني په استازيتوب دی د نوموړي د ستنیدو په اړه له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی.

هغه د دغو مذاکراتو مشخص جزییات وړاندې نه کړل او ويې ويل، چې په دې برخه کې تر اوسه محسوسې پایلې نه دي تر لاسه شوي.

حشمت غني احمدزي هغه ادعاوې ردکړې، چې ګواکې ده د طالبانو له حقاني شبکې سره د ولسمشر غني د ستنیدو په اړه خبرې کړي دي.

هېواد ته د ولسمشر غني د ستنیدو په اړه له څو ورځو راهيسې رسنیز راپورونه زيات شوي، خو د ولسمشر غني يو شمېر پلويانو هېواد ته د نوموړي د ژر ستنیدو خبرونه سياسي تبليغات ګڼلي.

د ولسمشر غني دغو مدافعینو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې نوموړي د لوېې جرګې جوړيدل، په افغانستان کې د واک د مشروعيت برابرول او بيا د ټاکنو ترسره کيدل هېواد ته د ستنېدو لپاره اساسي شرطونه ټاکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب