یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمودي سره د افغان هندو باورو لیدنه، د ګورو ګرانت مذهبي کتاب...

مودي سره د افغان هندو باورو لیدنه، د ګورو ګرانت مذهبي کتاب افغانستان نه لېږدول کېږي

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي نن په دغه هېواد کې له مېشتو يو شمېر افغان هندو باورو او سيکانو سره لیدلي دي.

د‌ دغې لیدنې په خپرو شويو عکسونو کې لیدل کیږي، چې مودي ته د افغان هندو باورو او سيکانو له لوري افغاني پګړۍ او چپنه ډالۍ شوې ده.

د دغې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته ويل کيږي، چې هندي صدراعظم د هندو باورو له یو شمېر مذهبي مشرانو سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې له افغانستان څخه د خپل مذهبي کتاب”گورو گرانت صاحب” د لیږد پلان لري.

مودي ويلي، چې د ياد شوي کتاب په اړه یې خبرې کړي او په پام کې ده، چې ياد شوی اثر په يوه ځانګړې الوتکه کې هندوستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د مودي د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب