Homeخبرونهملا یعقوب د ړنګ شوي ملي پوځ دوه روغتيايي چارواکي پر دندو...

ملا یعقوب د ړنګ شوي ملي پوځ دوه روغتيايي چارواکي پر دندو وګومارل

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د طالبانو د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې طالب دفاع وزير ملا یعقوب مجاهد د رنګ شوي ملي پوځ دوه روغتيايي چارواکي پر مهمو دندو ګومارلي.

 د اعلامیې له مخې، په دې ګومارنو کې بريد جنرال عبدالولي احمدزی د صحيه قومندانۍ د سرپرست مرستيال او ډګروال ډاکټر یما نجرابي د يادې قومندانۍ د پلان او پالیسۍ سرپرست مرستيال ګومارل شوی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت په دې اعلاميه کې راغلي، چې دواړه نوي ګومارل شوي پوځي- روغتيايي چارواکي مخکيني او مشهور کادرونه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر کسانو د داسې ګومارنو هرکلی کړی او ویلي، چې طالبان بايد د حکومت دروازې د هېواد د ټولو کادرونو پر مخ خلاصې او د واک انحصار پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...