دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکندهار کې پر يوې ريکشې د ط په ډزو ۲ ښځې وژل...

کندهار کې پر يوې ريکشې د ط په ډزو ۲ ښځې وژل شوي او يوه بله ټپي ده

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ خبري سرچينې وايي، چې نن د کندهار ښار په چوک سیمه کې د طالبانو د يوه چیک پینټ د ساتونکو په ډزو په یوه ريکشه کې ناستې دوه مېرمنې وژل شوي او يوه بله ټپي شوې ده.

 ويل شوي، چې پېښه د پلټنې لپاره د ريکشه چلوونکي د نه ودریدو له کبله رامنځته شوې ده.

د کندهار په امنيه قومندانۍ کې د طالبانو چارواکو د پېښې له تاييدولو سره ويلي، چې په دغو ډزو یوه مېرمنه وژل شوې او بله ټپي ده.

چارواکو ويلي، چې ريکشه چلوونکی او ډزې کوونکی طالب یې نیولي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

پرون د کابل پوهنتون ته څېرمه يوه د طالبانو يوه چيک پينټ سره د طالبانو په ډزو د غاښونو يو ډاکټر وژل شوی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب