Homeخبرونهکابل نه تښتول شوی ډاکټر پيرزاد را خوشې او تښتونکي يې نيول...

کابل نه تښتول شوی ډاکټر پيرزاد را خوشې او تښتونکي يې نيول شوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ ‏د طالبانو حکومت وايي، چې استخباراتي ځواکونو یې نن ناوخته په کابل ښار کې تښتول شوی مشهور ډاکټر احمد فواد پيرزاد د تښتونکو له منګولو آزاد کړی دی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د نوموړي د تښتولو په تور يو شمېر کسان نیول شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

ډاکټر فواد پيرزاد د کابل طبي پوهنتون استاد هم دی او څه موده مخکې د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې له خپل روغتيايي مرکز څخه تښتول شوی و.

له څه مودې راهيسې د هېواد په مختلفو سيمو کې د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي خبرونه ورکول کيدل، خو په وروستيو کې د تښتول شویو کسانو د ژغورنې او په تور یې د یو شمېر خلکو د نیولو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...