دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیززه روبوټ یم

زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

 ((اوومه برخه))

———————————–

لومړی، سوی ونیسه

د انجینرانو رخصتي تر دوو اونیو وغځېده. د امریکايي روبوټونو د شرکت ساینسپوهانو چې ډي وي پنځه روبوټ جوړاوه، له ګڼو ستونزو سره مخ وو. بالاخره، شپږ میاشتې وروسته يې پاول او ډونوان ته خبر ورکړ. دواړه انجینران چې د سیارې معدن ته ورسېدل، څو اړخیز روبوټ لا هم سم کار نه شو کولی.

اوس پاول او ډونوان د معدنونو په دفتر کې ناست ول. ډونوان غوښتل چې د کار په جریان کې روبوټونه وڅاري.

پاول ارږمی وایست او ډونوان ته یې وویل: ((ډي وي پنځه له انسانه پرته هم په معدنونو کې کار کولی شي. دا روبوټ داسې جوړ شوی چې د انسان له هدایاتو پرته کار وکړي.))

ډونوان وویل: ((سمه ده، راځه چې خپل معلومات وارزوو. یو، ډي وي پنځه چې د امریکايي روبوټونو په فابریکه کې وو، په هره ازموینه کې بریالی شوی. دوه، د امریکايي روبوټونو شرکت وویل چې دغه مشر روبوټ او نور ټول فرعي روبوټونه چې کله په سیاراتو باندې کار پیل کړي، نو په ټولو ازمایښتونو کې به بریالي شي. درې، خو دغه روبوټونه په دې ځای کې په ازمایښتونو کې نه دي بریالي شوي. څلور، که دوی په ټولو ازمایښتونوکې کامیابه نه شي، د امریکايي روبوټونو د شرکت ډېرې پیسې به بابیزه لاړې شې. او پنځم دا چې که موږ دا ورته روښانه نه کړو چې دغه روبوټونه ولې په ازمایښتونو کې ناکامه کېږي، نو بیا به موږ ته سر خوږی جوړ وي.))

پاول وویل: ((پخپلو سترګو دې ولیدل چې ډي وي پنځه درې نوبته کار وکړ او ټول کارونه يې په سم ډول سرته ورسول.))

ډونوان ځواب ورکړ: ((هو، خو درې نوبته، خو کله مې چې په دوی پام نه وو، نو مشر او فرعي روبوټونو یوه تیږه هم بېس ته را نه وړه. تر دې چې دوی اصلاً بېرته بېس ته هم راستانه نه شول. زه پسې ورغلم او بېرته مې راوستل.))

پاول وویل: ((نو کومه ستونزه وه؟))

ډونوان وویل: ((نه، هر څه روغ وو. یوازې یوه ستونزه یې لرله. هېڅ تیږه يې نه وه کیندلې. ګرېګه، تر دې بېکاره دنده مې تر اوسه پورې نه وه لیدلې.))

پاول وویل: ((راځه چې د ډي وي پنځه یا ډیو په باره کې لا زیات په احتیاط غور وکړو. ډیو له ځان سره شپږ فرعي روبوټونه لري. په اصل کې، دغه روبوټونه د ډیو اجزاوې دي. دغه شپږ فرعي روبوټونه د لاس د ګوتو په څېر دي. ډیو شپږ واړو فرعي روبوټونو ته امر کوي، خو له مخابرې یا غږ نه کار نه اخلي. دی د خپلو پوزیتروني مغزو په مټ خپل پیغام په مستقیم ډول د فرعي روبوټونو مغزو ته لېږي. هېڅ څوک نه پوهېږي چې دغه میکانیزم په څه ډول کار کوي.))

ډونوان له خونې ووت او له ډي وي پنځه روبوټ سره بېرته راغی. پاول ((د روبوټپوهنې لارښود)) کتاب لوسته. کتاب یې یوې خواته کېښود. اووه فوټه دنګ فلزي روبوټ ته یې وکتل.

ویې ویل: ((ستړی مشې ډیوه، څنګه یې؟))

روبوټ ځواب ورکړ: (( ښه یم.))

پاول وویل: ((ته یو تکړه کان کیندونکی روبوټ یې او ورسره د شپږو فرعي روبوټونو د کنټرول وړتیا هم لرې، او ستا ماغزه هم تر دې دمه بیخي سم کار کوي.))

روبوټ سر وخوځاوه، او ویې ویل: ((هو.))

پاول ترې پوښتنه وکړه: ((نو په کار کې دې څه ستونزه ده؟))

ډي وي پنځه ځواب ورکړ: ((هېڅ)).

پاول وویل: ((نن دې هېڅ تیږه نه ده تولید کړې، کولی شې ووایې چې څه وشول.))

ډیو وویل: ((ویلی یې نه شم چې څه شوي. فرعي روبوټونو سم کار کاوه. زه پوهېږم چې ما هم سم کار کاوه. او نور مې کوم څه په یاد نه دي. د کار نوبت مې چې پای ته ورسېده، ډونوان را ښکاره شو. او د تیږو کارتنونه هم تش وو.))

ډونوان د پاول مېز ته ور نږدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه: ((څه فکر کوې؟))

پاول ورو وپسنېده: ((ښا، زه فکر کوم چې موږ باید د ده ماغزه معاینه کړو.))

په دوو ساعتونو کې انجینرانو معاینه پای ته ورسوله. ډیو چې ورو له خونې روان شو، ځمکې ته یې وکتل.

پاول وویل: ((په پوزیتروني مغزو کې يې هېڅ مشکل نشته. ستونزه خامخا کوم بل چېرته ده.))

ډونوان په مېز خپل لاس وواهه. ((ډیو یوازې هغه وخت مشکل لري، چې موږ يې په خوا کې نه اوسو. ګریګه! خو روبوټ په داسې ډول ډیزاین شوی چې له انساني هدایاتو پرته کار وکړي.))

پاول وویل: ((په بل کاري نوبت کې به د روبوټ کار وڅارو. د څار لپاره به یې زه یوه کامره استعماله کړم. ممکن دا ځل مو یو څه تر سترګو شي.))

ډونوان وویل: ((سمه ده، زه به په خونه کې له سکرین سره یوه کامره وصل کړم.))

پاول وویل: ((دې ستونزې ته به د حل لاره پیدا کړو او باید يې پیدا کړو. خو مخکې له دې چې یو سوی کباب کړې، لومړی يې باید ونیسې. ښه نو، اوس باید دغه سوی ونیسو.))

ــــــــــ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب