دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهغزني کې يوه ۸ کلنه نجلۍ له انسان تښوونکو وژغورل شوه

غزني کې يوه ۸ کلنه نجلۍ له انسان تښوونکو وژغورل شوه

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت چارواکو ويلي، چې په غزني کې یې یوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړې ده.

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي حبیب الله مجاهد وويل، چې دغه نجلۍ د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د سرتیرو مرکز ته څېرمه په علي لالا کلي کې ژغورل شوې ده.

د نوموړي په وينا، دا نجلۍ دوه ورځې مخکې د غزني مرکز له پهلول صاحب کلي څخه نادرکه شوې وه.

نوموړی وایي: په یاده پېښه کې ککړ دووه کسان چې یوه ښځه او یو ځوان دی نیول شوي دي، دغه ښځه او سړی مور او زوی او د کندهار اوسېدونکي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ځايي رییس زیاتوي: یاد مجرمین دا اقرار کوي چې انجلۍ یې لومړی کابل ته وړې وه له یوې شپې وروسته یې بیرته د غزني ښار په علي لالا سیمه کې کورته بېوله چې د امنیتي سرتیرو ترکشف لاندې وو ونېول شول.

مولوي مجاهد زیاتوي: تر دې څو ورځې وړاندې یو سپین ږیری کس هم له غزني څخه انسان تښتوونکو تښتولی وو چې وروسته په علي لالا سیمه کې له انسان تښتوونکو سره تر جګړې وروسته راخلاص شو.

دی وايي د امنیه قومندانۍ د سرتیرو او دغه انسان تښتوونکو ترمنځ په نښته کې یو انسان تښتوونکی ووژل شوی وو او دوه تنه نور بندیان شو.

دغه طالب وياند ادعا کړې ده، چې دغه انسان تښتوونکي د پخواني جمهوري نظام سرتیري وو.

په وروستیو ورځو کې له کابل او د افغانستان له یو شمېر نورو ولایتونو څخه د انسان تښتونې د زیاتیدو خبرونه ورکول کېږي.

تېره اوونۍ په کابل کې د معلم ګل امیر په نوم یو صراف تښتونکو وروسته له دې وواژه چې پیسې یې هم ورڅخه اخیستې وې.

 همداراز د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ريیس سیداصف هاشمي، چې شاوخوا ۳ میاشتې پخوا په غزني ښار کې یرغمل شوی و، د تښتونکو له لوري وژل شوی دی.

له بلې خوا، ویل شوي چې د افغانستان د رکبي لوبې د فدراسیون ريیس حارث رحماني له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې تښتول شوی دی.

یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار په څلورمه کارته کې د وسله والو کسانو له لوري د کابل د طبي پوهنتون د استاد احمدفواد پیرزاد د برمته کېدو خبر ورکړای شوی و.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دوی تېره میاشت د تښتونو د ۱۷ پېښو مخه ونیوله.

هغه په دې برخه کې د طالبانو د حکومت د جديت یادونه کوي او ټینګار لري، چې د دې پېښو عاملين به مجازات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب