تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه) په کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو دوی ته د ۲۸ داعشیانو د تسلیمیدو خبر ورکړی.
طالب چارواکو ويلي، چې دغه داعش وسله وال په کونړ کې د دوی د استخباراتو ریاست په هڅو له مخالفته لاس واخېست او د طالبانو له مسوولینو سره یې بیعت وکړ.
داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
پرون په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو د ۵۰ داعشیانو د تسلیمیدو او هغوی ته د بښنې اعلان وکړ.