یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د شرې ناروغۍ تر ۵۰ پورې ماشومان مړه کړي

بدخشان کې د شرې ناروغۍ تر ۵۰ پورې ماشومان مړه کړي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي، چې په دې ولايت کې د شرې ناروغۍ له کبله تر ۵۰ پورې ماشومان مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستيال مولوي نثار احمد احمدي ويلي، چې دغه ماشومان په « کوف آب» ولسوالۍ کې مړه شوي.

ويل شوي، چې مړه شوي اکثره ماشومان تر پينځو کلونو ښکته عمرونه لري.

د بدخشان د مرکز فیض آباد روغتون مسوولينو ويلي، چې پر يادې ولسوالۍ سربېره په راغ ها، ارګو، یفتل او شهدا ولسوالۍ کې هم د شرې ناروغۍ له کبله ګڼ ماشومان مړه شوي.

ځایي خلکو شکایت کړی، چې د ماشومانو د شرې ناروغۍ د مخنيوي لپاره هغوی ته واکسین نه کيږي.

په وروستيو کې د هېواد له یو شمېر نورو ولايتونو څخه هم د شرې ناروغۍ د زياتوالي او له دې کبله چې د انساني تلفاتو خبرونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب