Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکونړ کې په ۳ نيم ميليونه ډالرو د يوه پول د رغولو...

کونړ کې په ۳ نيم ميليونه ډالرو د يوه پول د رغولو چارې پيل شوې

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏ ‏د طالبانو چارواکي وايي، چې کونړ پېج درې ولسوالۍ په وډیګرام سیمه کې د ټولګټو چارو وزارت له بودجې د درې نیمو میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د یو پل رغولو چارې پيل شوې.

چارواکو په دې اړه خپره کړې لنډه اعلامیه کې نور جزییات نه دي ورکړي.

له دې اعلاميې سره د طالبانو د يو شمېر ځايي چارواکو او قومي مشرانو هغه ګډ عکسونه هم خپاره شوي، چې د ياد شوي پول د چارو د پیل پرانیسته کوي.

کونړ د افغانستان له غره ییزو ولایتونو څخه دی، چې تر اوسه یې د پلونو او سړکونو په وسيله د اتصال ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

ځایي خلکو د بیارغونې د دې نوې پروژې د چارو په پیل خوښي ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...