پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب او ملا متقي په لومړي ځل د ط کابینې ته...

ملا یعقوب او ملا متقي په لومړي ځل د ط کابینې ته خپل کاري راپورونه وړاندې کړل

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د طالبانو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو: ملا یعقوب مجاهد او ملا امير خان متقي په لومړي ځل د طالبانو د حکومت کابینې ته خپل کاري راپورونه وړاندې کړي دي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، دا غونډه د دوی د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرستانو او یوشمېر مرستیالانو په ګډون جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، چې د غونډې په پیل کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر رپوټ وړاندې کړ او د یادو ولایتونو د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او غوښتنې یې شریکې کړې.

دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم د ناروې په اسلو کې د درې ورځنیو خبرو او لیدنو رپوټ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ.

د طالبانو په اعلامیه کې د دغو راپورونو جزییات نه دي په ډاګه شوي.

ویل شوي، چې له اجنډا سره سم، د خیریه ټولنو او اتحادیو لپاره د عدلیې وزارت چمتو شوې کړنلاره تصویب شوه او کابینې د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو په اړه پرېکړه وکړه چې یوازې د بانک له لارې دې راټولېږي او هېڅ اداره له خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري.

د طالبانو کابېنې دغه راز د جلال آباد – پېښور او قندهار – کوېټې ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تصویب او اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د دغه بهیر نور پړاوونه دې په لنډه موده کې ترسره کړي.

په همدې حال کې غونډې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده وسپارله چې د جمهوري نظام له معلولو عسکرو، فلج شویو او یتیمانو سره د مرستې په اړه هر اړخیزه طرحه جوړه او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي.

همدارنګه د کرنې وزارت په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د کرنې په برخه کې د بهرنیو پانګه والو لپاره ځمکه تشخیص او د څېړنې پایلې یې له د طالبانو له کابینې سره شریکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب