دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحقاني: په خصوصي پوهنتونونو کې د امربالمعروف څانګې فعالیږي

حقاني: په خصوصي پوهنتونونو کې د امربالمعروف څانګې فعالیږي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولانا عبدالباقي حقاني د خصوصي پوهنتونونو لپاره په یوه تازه تګلاره کې امر کړی، چې په دې پوهنتونونو کې به د امر بالمعروف وزارت څانګې فعالیږي.

د تګلارې له مخې، دا تشکیل به د مدیریتونو په کچه وي او منسوبين به یې د امر بالمعروف وزارت له لوري معرفي کیږي.

په ياده تګلاره کې خصوصي پوهنتونونه مؤظف شوي، چې يادو منسوبینو ته به معاش ورکوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د تشکیلاتو په اړه هم خپله تګلاره شریکه کړې، چې له مخې ېې د پوهنځيو رئيسان باید د پوهنتونونو د دایمي علمي کادرونو له منځه وټاکل شي.

په دې تګلاره کې دا هم راغلي، چې د پوهنتونونو موسس غړي د پوهنتون د رييس په توګه نه شي ټاکل کیدای.

مخکې طالبانو په یوه بله تګلاره کې د خصوصي پوهنتونونو ښځینه محصلینو او استادانو ته امر کړی و، چې په ځانګړو لارو، له نارینه وو څخه پینځلس دقیقې مخکې او هغه هم په تور حجاب کې به پوهنتونونو ته حاضريږي.

1 COMMENT

  1. د زده کړیزو موادو په معیاري کولو کار وکړئ، میتودونه او تدریسي مواد د پام وړ عصري کړئ، د ځیرکه او تجربه لرونکو کدرونو په جذب او ګمارنې کې سپیڅلتیا رامنځته کړئ. په دې سره په هیواد کې زده کړې معیاري شي، او که دغه د خپلو طالب ذهنو وګړو د ګومارنې تګلاره روانه وي، نو دا به د پوهنتون چاپیریال وروسته پاتې، سیاسي او حزبي او همداراز ګډوډ کړي.
    هیله ده چې د نورې نړۍ سره سیالي وکړئ، نه دا چې د لوړو زده کړو پوهنتونونه په دیني حقاني ډوله مدرسو بدل کړئ.
    په ډیر بخښنې سره !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب