جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهخوست کې یو قاچاقبر له لسګونه میله وسلو سره نیول شوی

خوست کې یو قاچاقبر له لسګونه میله وسلو سره نیول شوی

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ طالبان وايي، چې ‏

 د استخباراتو ځانکړو ځواکونو يې په خوست ولايت کې د کشفي معلوماتو پر اساس ۲۵ ام ۱۶، ۵ ام ۴، ۶ کلاشینکوفونه، ۱۷ تومانچې، دوه شپني دوربینونه او سلګونه بېلابېل ډوله ګولۍ ترلاسه کړې.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه وسلې او مهمات بهر ته قاچاق کېدل چې په تړاو

یې یو تن هم نیول شوی دی.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې بي بي سي پښتو یوه راپور کې له پاکستان څخه افشا کړه، چې افغانستان نه پریمانه وسلې او تجهيزات دغه هېواد ته قاچاق کیږي، تر دې چې هلته ېې د وسلو د کاروباریانو کار خراب کړی دی.

طالبانو بیا په دې اړه راپورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...