پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهمزار شريف: ملکي روغتون ته تېره مياشت د ۱۵ وژل شويو مېرمنو...

مزار شريف: ملکي روغتون ته تېره مياشت د ۱۵ وژل شويو مېرمنو جسدونه وړل شوي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ملکي روغتون ته له تېرې يوې مياشتې راهيسې تر پینځلسو پورې د وژل شويو مېرمنو جسدونه وړل شوي.

په دې روغتون کې سرچينې وايي، چې جسدونه طالبانو ورته ور وړي او دوی یې د ‌څېړنې اجازه نه لرله.

سرچينه زياتوي، چې دغه مېرمنې تر ډېره په سر او سینو کې په ګوليو ويشتل شوي شوې وې.

د‌‌ پیک افتاب خبري اژانس د راپور په حواله، معلومه نه ده چې دا مېرمنې چا وژلې دي؟

د ښځو د حقونو فعالان او نړيوال بنسټونه ډېر ځله طالبان د ورته وژنو عاملين ګڼي، خو طالبان په دې اړه تورونه ردوي.

په بلخ کې يوې سرچينې ياد شوي خبري اژانس ته ويلي، چې څو ورځې مخکې طالبانو د يوه جمهوري پوليس مور په دې پلمه له کوره ويستې، چې مرسته ورسره کوي، خو په سبا يې وژل شوی جسد د مزار شريف ابو علي سينا حوزوي روغتون ته لېږدول شوی.

د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ویل شوي وو، چې دغې ډلې ډېرې مېرمنې د « نا روا جنسي اړيکو» په تور وژلې دي.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې هغه راپور تاييد کړ، چې طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د جمهوري نظام تر سلو ډېر منسوبين وژلي دي.

طالبانو بيا دا راپور بې بنسټه وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب