چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد تخلیې بهير بیا پیل، قطر او ط یې هوکړې ته ورسیدل

د تخلیې بهير بیا پیل، قطر او ط یې هوکړې ته ورسیدل

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ راپورونه ښيي، چې قطرله طالبانو سره یوې موافقې ته رسیدلی چې له مخې به یې په اونۍ کې دوه ځلې د کابل له نړیوال هوایي ډګرڅخه په چارټرالوتنو کې هغه کسان چې د ایستلو مستحق پیژندل کیږي، له دې هیواده ایستل کیږي.

د رویټرز اژانس په حواله، قطرد بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي چې له طالبانو سره د شوې موافقې پراساس به د کابل له نړیوال هوایي ډګرڅخه په چارټرالوتنو کې د خلکو د ایستلو پروسه بیرته پیلیږي.

د دغې موافقې له مخې به د قطرد هوایي شرکت له خوا په اونۍ کې دوه چارټرالوتنې ترسره کیږي او متحدو ایالتونو او نورو هیوادونو ته به اجازره ورکول کیږي چې خپل په زرګونو اتباع او نور له خطرسره مخامخ افغانان له افغانستانه وباسي.

د قطرد حکومت یوې باوري سرچینې رویترز ته د جنوري په ۲۷ ویلي وچې د قطرهوایي شرکت له شاوخوا دوه میاشتو ځنډ وروسته له افغانستانه د خلکو د را ایستلو لپاره الوتنې پیل کړي دي.

قطردغه عملیات د تیرې ډسمبرپه لومړیو کې له طالبانو سره د اختلاف له امله چې کومو کسانو ته دې اجازه ورکړل شي چې په دغو الوتنو کې له هیواد بهرته ولیږدول شي، درولي و.

د قطرد بهرنیو چارو د وزیر له قوله اکسیوس خبري ویبسایټ ویلي چې په دې اړه چې په اونۍ کې یوځل د آریانا افغان هوایي شرکت له خوا یوې الوتنې ته اجازه ورکړل شي، خبرې روانې وې.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي و چې یوازې به هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې له افغانستانه د وتلولپاره قانوني اسناد ولري.

قطر په تیره اګست میاشت کې د کابل له نړیوال هوایي ډګرڅخه د په لسګونو زره کسانو په ایستلو کې مهمه ونډه اخیستې.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د قطرد ښې همکارۍ ستاینه یې وکړه او دا هیواد یې د ناتو له غړیتوبه بهرد دې تړون یو مهم متحد وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب