Homeخبرونهد دايکندي ښاروال د بډې اخيستو په تور ګوښه شو

د دايکندي ښاروال د بډې اخيستو په تور ګوښه شو

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د طالبانو د ليکو ‏د

د تصفیې کمېسیون په دايکندي ولايت کې د نیلي ښاروال احمد خان په ګډون پنځه تنه د رشوت اخېستو په تور له دندې ګوښه کړل.

دغه کميسيون په يوه اعلاميه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې دوی تر پرون ماښامه ۴ زره ۹۶ تنه د طالبانو له لیکو وېستي دي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د یوه ښاروال په کچه خپل یو لوړپوړی مقام د بډې اخيستو په تور له دندې ګوښه کوي.

معلومه نه ده، چې له ګوښه کیدو پرته به طالبان د خپل دغه چارواکي له برخلیک سره څه کوي؟

ګوښه شوي ښاروال په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...