Homeخبرونهافغان روباټ جوړونکو نجونو د نړيوالو سياليو دويم مقام ګټلی

افغان روباټ جوړونکو نجونو د نړيوالو سياليو دويم مقام ګټلی

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو ډلې په نړیوالو سیالیو کې، چې ۸۸ هېوادونو پکې برخه لرله، دويم مقام ګټلی دی.

يادې سيالۍ د «Printed Circuit Board The Change» په نوم ترسره شوې، چې افغان روباټ جوړونکو نجونو پکې د ځیرک ترافيکي سيستم له جوړولو سره دویم مقام خپل کړ.

په دغو سياليو کې درېیو افغان روباټ جوړونکو نجونو ګډون کړی و او د افغانستان د ترافیکي ستونزو د حل په اړه یې خپل روباټ سیستم جوړ او سیالۍ ته وړاندې کړ.

افغان نجونو دغه سيستم د وايفای په وسیله وصل کړی و، چې د ترافيکو له ادارې څخه په اسانه روباټونه کنټرولیدل او د ترافيکي کامرو له فعالولو سره یې د سرغړونو مخه نیوله.

افغان روباټ جوړونکو نجونو د طالبانو له واکمنیدو سره هېواد پریښی او په مکسیکو کې یې پناه اخيستې ده.

د پخوا برعکس د افغانستان هېڅ کوم چارواکي د دوی دا برياليتوب نه دی ستایلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...