دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدويچه ويله: د باميانو د بودا مجسمې شاوخوا کیندل شوې او پاکستانيان...

دويچه ويله: د باميانو د بودا مجسمې شاوخوا کیندل شوې او پاکستانيان يې بيا الوزول غواړي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست یوې سرچينې د جرمني خبري اژانس دویچه ویله ته ویلي، چې طالبانو د بودا مجسمې شاوخوا ته له ۱۵ تر ۲۰ مترو پورې ساحه د ۵۳ مترو په ژوروالي کیندلې ده.

سرچینې ادعا کړې، چې د کیندلو دغه چارې د پاکستانيانو له لوري تر سره کیږي او وېره شته، چې دغه مجسمه له کیندل شوې ژوروالي څخه په شدت سره والوزول شي.

په باميانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي تاییدوي، چې د بودا شاوخوا سیمې کیندل شوي، خو وايي اوس دغه چاره په ټپه ولاړه ده.

طالب والي د پاکستاني وګړو په لاس د دغه کار د ترسره کيدو او نه ترسره کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د ۲۰۰۱ د مارچ په دولسمه په بامیان کې د بودا دوه مجسمې د خپل رهبر ملا محمد عمر مجاهد په امر په بمونو والوځول.

په الوزول شویو مجسمو کې د صلصال په نوم مجسمې ۵۳ او د شهمامې په نوم مجسمې ۳۵ متره لوړوالی درلود.

دا مجسمې د ۳۰۰ او ۷۰۰ ميلادي کلونو ترمنځ کلونو کې په ځانګړي سبک د غره له توږلو سره جوړې شوې وې.

د باميانو اوسنی طالب والي د یادو مجسمو د الوزولو پر وخت په باميان ولايت کې د طالبانو پوځي قومندان و.

هغه څه موده مخکې وویل، چې دی به د تاریخي اثارو ساتنه کوي.

د طالبانو د ورته کارونو او سیاستونو عمده محرک پاکستان ګڼل کېږي، ځکه دغه هېواد د خپل لنډ تاریخ له کبله د تمدن، فرهنګ او نورو ارزښتونو کوم تاريخ نه لري.

د مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک په ګډون د طالبانو ډېر منتقدان باور لري، چې دغه ډله پاکستان د افغان فرهنګ او هويت د نابودۍ لپاره رامنځته کړې ده.

3 COMMENTS

  1. دا قسم کړنی د طالب ضد کړیو کار دی چه د دوستی په جامه کی د طالبانو د تخریب لپاره یی په مخ وړی ، داکسان باید پیداشی او په سزا ورسول شی ، بل دا چه که طالبان دا کار کوی ، نو دوی د بدا کی کی څه ګټه لیدلی او له دارنګی خوشی او وروسته پاتی داعشی کړنو څخه ګټه نه کوی ، او که کیدلی نو په سوریه کی به یی د داعش لپاره کړی وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب