سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهکابل کې ۵ اختطافګر نیول شوي او يو تن ورڅخه ژغورل شوی...

کابل کې ۵ اختطافګر نیول شوي او يو تن ورڅخه ژغورل شوی دی

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) د طالبانو د استخباراتو رياست وايي، چې په کابل ولايت کې یې د انسان تښوونکو یوه ۵ کسیزه ډله نیولې او یو تښتول شوی کس يې له منګولو آزاد کړی دی.

د دغه ریاست ویاند ویلي، چې په دې اړه د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې عمليات شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې خوشې شوی کس خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او نیول شویو کسانو د انسان تښتونې په جرم کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د انسان تښوونکو د نيول کيدو خبرونه زيات شوي.

ورسره هم مهاله، د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي راپورونه هم ډېر شوي دي.

شنونکي ډېر شوی اقتصادي او بشري ناورين او د خلکو بې سارې بې کاري د دې پېښو او نورو جنايي جرمونو د زیاتیدو اصلي لامل ګڼي.

1 COMMENT

  1. شنونکی غول خوري چې اقتصادي مشکلات د اختطاف لامل ګڼي.
    ایا وږی اختطاف کولي شي؟
    اختطاف کول لوړو مصارفو او زیاتو وسایلو لکه موټري، سلاح د اختطاف شوی کس او ځان لپاره د اوسېدو مختلف ځایونه او … ته اړتیا لري، څوک چې چې اقتصادي مشکلات ولري هغه دا کولي شي؟
    اختطاف د بانډونو او ګروپونو کار چې دا پورته ذکر شوي ټول امکانات ښه پرېمانه لري نه د وږو او پښو یبلو.
    دا کوم شنونکي مو کینولی وو چې دا وړ ګلان یې درته کرلي او تاسو هم په پټو سترګو نشر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب