یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط ته د ملا یعقوب پېغور، بې غیرته به مخالفانو ته میدان...

ط ته د ملا یعقوب پېغور، بې غیرته به مخالفانو ته میدان پریږدي

تاند: (یکشنبه، د دلوې لسمه) ‏‏د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو د شدت له ادعاوو سره په هم مهاله توګه، د دې ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هغه طالبان « بې غیرته» ګڼلي، چې د ده په وينا د دوی له لیکو لاره بېلوي او يا په کور کيني.

ملا یعقوب مجاهد، چې په شمال کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو له زیاتیدو او قومي ناندريو نه وروسته دغو ولايتونو ته په سفر ورغلی و، د رسنيو په مخکې جوړې شوې غونډې ته یې همداسې ننګونکې وينا کړې ده.

ملا یعقوب مجاهد خپلو طالب ملګرو ته ویلي، چې په ډېرو خواريو او قربانیو تر لاسه کړې واکمني نه بايد همداسې پریږدي او له همکارۍ یې لاس وانخلي.

هغه په دې اړه د خپلو اندیښنو له ښکاره کولو پرته وايي، چې که طالبان خپله واکمني سمه ټينګه نه کړي او حکومتولي جوړه نه کړي، د‌ ده په ټکیو « پخواني فاسد چارواکي» به بيا پر هېواد واکمن شي.

د طالبانو د دفاع وزیر ونه ويل، چې کومو طالبانو، چېرته او ولې د ده په خبره هغه لاره غوره کړې، چې دی یې « بې غیرتي» ګڼي.

په وروستيو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو خبرونه له کابل څخه نورو ولايتونو ته غځیدلي او ويل کېږي، چې د کوټې شورا او حقاني شبکې له ناندریو وراخوا په ولایتونو کې د طالبانو نورې ګڼې ډلې هم د څوکیو او امتیازاتو په ویش سره وران شوي دي.

طالبان بيا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي او د خپلو لیکو د‌ یووالي خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. سلام ! دخدای په لحاظ نور نو پښتون او اسلام مه شرموی – لارې ته راشی ، انعطاف وکړي – ددال خورو غلامی پریږدی – دولس زړه لاس ته راوړی کنه په داسې برخلیک به مبتلا شی چې نوم به مو له افغانستانه څه چې له نړۍ ورک شی – لااوس هم وخت دی – پیښمانی بیا ګټه نه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب