یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پوتین استازي مسکو ته د ملا برادر او پنجشير مقاومت د...

د پوتین استازي مسکو ته د ملا برادر او پنجشير مقاومت د مشرانو سفرونه رد کړل

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏‏‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمير کابلوف هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې پلاوي مسکو ته ورغلي، چې د اختلافاتو په اړه یې مذاکرات وکړي.

ضمير کابلوف دا احتمال هم رد کړی، چې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ به مسکو د نويو مذاکراتو کوربه وي.

له دې سره هم مهاله، په مسکو کې يو شمېر افغان خبري سرچينو تاند وېبپاڼې ته د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او دغه راز د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح ورتګ تایید کړی.

سرچينې ويلي، چې امرالله صالح ممکن په دې اړه رسنيو سره مرکې هم وکړي.

ويل کيږي، چې د پنجشېر مقاومت ډلې مشر احمد مسعود او د جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني هم مسکو ته ورسیږي او له طالب پلاوي سره خبرې وکړي.

طالبانو او د پنجشېر مقاومتیانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مسکو ته د طالب پلاوي د سفر خبر نن د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل د خپلو استخباراتي سرچينو په حواله ورکړ او ويې ويل، چې دغه سفر په پټه ترسره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب