یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پیسو په بهرني ارزښت د متوقع ګټې اغیز 

د پیسو په بهرني ارزښت د متوقع ګټې اغیز 

ذبیح الله جبارخیل

پیسې هم د نورو توکو او خدماتو په څېر اخیستل کیږي او خرڅول کیږي. د پېر او پلور ځای ته يې د اسعارو بازار وايي. په نورو مطلق ډېری هیوادونو کې يې بازار یواځې د بانکونو ترمنځ په ټیلیفوني اړیکو او بریښنالیکونو جوړ شوی وي، خو زموږ غوندې هیواد کې د پیسو پېر او پلور هم په یو ځانګړي ځای کې صورت نیسي چې د صرافیو بازار يې بولي. 

که د یوې کرنسۍ د پلورلو/خرڅولو رقم د پېرلو/اخیستلو له رقمه غټيږي ، بیه يې غورځیږي او که د یوې کرنسۍ د پېرلو رقم د پلورلو له رقمه غټیږي، بیه يې لوړیږي. یانې کومې کرنسۍ ته چې د نورو کرنسیو په پرتله تقاضا زیاتیږي، ارزښت يې لوړیږي او که تقاضا يې کمیږي، ارزښت يې هم غورځیږي. 

 متوقع ګټه، د تادیاتو بیلانس، د توکو او خدماتو بیې، توکو او خدماتو ته تقاضا، څلور هغه اساسي عوامل دي چې یوې کرنسۍ ته د نورو کرنسیانو په پرتله تقاضا لوړوي یا غورځوي چې د هغو له جملې څخه متوقع ګټه په لاندې ډول توضیح کیږي. 

متوقع ګټه: 

په کوم هیواد کې چې د  کورني او بهرني پیسه دار او سرمایه ګذار متوقع ګټه د نورو هیوادونو په پرتله  ډېریږي، هلته پیسه دار خپلې پیسې او پانګوال خپله پانګه په کار اچوي . خو که د ګټې تمه يې کمیږي له هغه هیواده خپلې پیسې، او نورې انتقالي شتمنۍ نورو هیوادونو ته چیرته چې ډېره متوقع ګټه ویني وړي او په کار ېې اچوي.

د متوقع ګټې زیاتوالی او کموالی د یو هیواد په سیاسي ثبات، د پانګونې په فرصتونو، اقتصادي ښېرازتیا او سودي نرخ پورې غوټه شوی. 

سیاسي ثبات د متوقع ګټې په زیاتوالي او کموالي کې له نورو لاملونو ډېر موثر رول لوبوي. په کوم هیواد کې چې سیاسي ثبات محکم وي د ټولو کورنیو او بهرنیو کسبه کارانو، متشبثینو، پیسه دارانو او تجارانو حقوق پکې محفوظ وي، فساد پکې ضعیف او عدالت پکې مضبوط وي. د راتلونکي اړوند مثبت لیدلوری د منفي لید لوري ځایناستی وي. دا ټول د دې سبب شي چې له پانګونې د ګټې تمه زیاته او خطر کم شي.

 د ښه وضاحت لپاره يې غوره ګڼم د کرزي حکومت او د طالبانو اوسنی حکومت تر نظر تېر کړو. کله چې د لومړي ځل لپاره د ټاکنیز سیستم له لارې کرزی د جمهوریت پر چوکۍ کېناست، په هیواد کې د سیاسي ثبات د کلک کېدو روحیات زورور شول، د نړیوالو مرستو ترڅنګ کورنیو او بهرنیو پانګوالو په هیواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړې، تجارت پکې وسیع شو، بانکي او مالي سیستم پکې رامنځته او په پښو ودریده، خو کله  چې د اشرف غني حکومت ړنګ شو او ځای يې  ط-ا-لبانو ونیو، د سیاسي بې ثباتۍ او ګډوډۍ روحیات غالب شول. ډېرو پانګوالو، تجارانو او پیسه دارانو د خپل سر او مال خوندیتابه لپاره له هیواده پښې سپکې کړلې، که روحیات يې همداسې ځپلې وي ممکن ځینې يې یواځې پاتې شتمنۍ او پیسې له هیواده وباسي او ځینې نور يې د مال او پیسو په شمول خپل کور او کورنۍ هم وباسي. دا ځکه چې دوی نور په دې هیواد کې نه د ځان او نه د مال د پاتې کېدو ګټه ګوري. 

د پانګونې د تشویق لپاره د اسانه او ګټورو پالیسیانو په جوړولو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د مالیاتي امتیازاتو او سبسایدیانو په ورکولو،  د ګټورو پانګونو اړوند څیړنو، د پانګونې لپاره د فرصتونو په زیږولو، د استخدام د کچې په لوړیدلو او د عاید د کچې په پورته تللو سره په هیواد کې متوقع ګټه ډېریږي او د پورته کارونو په نه کولو سره متوقع ګټه لږ کیږي. 

همدا راز په یو هیواد کې د اقتصادي ودې، وسعت او ښېرازتیا په صورت کې، په هیواد کې تولید شوو اجناسو او خدماتو ته تقاضا لوړیږي، بازار یې پیدا کیږې او په دې سره يې متوقع ګټه زیاتیږي. 

سودي نرخ هم د یو هیواد متوقع ګټه له بل هیواده زیاتوي یا کموي. که په یو هیواد کې د بل هیواد په پرتله سودي نرخ لوړ وي، د بل هیواد پیسه دار خپلې پیسې د دې هیواد بانکونو ته په سودي پور ورکوي او د خپل هیواد په پرتله زیاته ګټه ترلاسه کوي. 

په پایله کې ویلی شو، کله چې په یو هیواد کې د نورو هیوادونو په پرتله متوقع ګټه لوړیږي، دواړه کورني او بهرني پیسه دار او پانګوال خپلې پیسې او شتمني همدې هیواد ته انتقالوي، بهرنۍ پیسې په کورنیو پیسو بدلوي، په دې سره کورنیو پیسو ته تقاضا لوړیږي چې د کورنیو پیسو د بهرني ارزښت د لوړیدو سبب کیږي او که متوقع ګټه کمه وي بیا کورني پانګوال هم په نورو هیوادونو کې پانګونې کوي تر څو نسبي زیاته ګټه ترلاسه کړي، خپلې پیسې او شتمني نورو هیوادونو ته حمل کوي، په کورنیو پیسو بهرنۍ پیسې اخلي، نو ځکه بهرنیو پیسو ته تقاضا لوړیږي چې د کورنیو پیسو د بهرني ارزښت د غورځیدو سبب کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب