یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجنرال مبين له دندې ګوښه شو

جنرال مبين له دندې ګوښه شو

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏‏‏خبري سرچينو د کابل امنیه قومندانۍ د ویاندۍ لپاره د طالبانو له لوري د ټاکل شوي وياند مبین ( چې ځان يې ستر جنرال مبين باله) د ګوښه کیدو خبر ورکړی.

د نوموړي د ګوښه کیدو دليل په رسمي ډول نه دی څرګند، خو ویل کیږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه توهینونکې څرګندونې د هغه د ګوښه کیدو سبب شوي دي.

دغه طالب مطبوعاتي مبلغ څه موده مخکې په یوه غونډه کې افغانان د « امریکایانو یتیمان» ګڼلي وو او زياته کړې وه، چې طالبان ځانته نه، همدې « يتيمانو» ته له امریکایانو خیرات غواړي ‌

ويل شوي، چې طالبانو د خالد ځدراڼ په نوم خپل یو بل مطبوعاتي مبلغ د کابل د امنیه قومندانۍ د نوي ویاند په توګه ټاکلی دی.

مشهور ژورناليست سمیع یوسفزي د طالبانو دې پریکړې ته په خپل غبرګون کې ليکلي: کنځل مار او مسخره مبین په ځای لیکوال او د طالبانو مطبوعاتي ملاتړی خالد ځدراڼ د کابل امنیه قوماندانۍ د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی.د طالبانو او افغان مطبوعاتو تر منځ د تفاهم لپاره د ژبی او کلام عفت ساتونکې ویاندویان ډیر مهم دي .

د طالبانو ګوښه شوي وياند مبین د دغې پریکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې وړ ده، چې مبین څو مياشتې مخکې د تاند په یوه راپور کې په « زورواکۍ، له دندې په ناوړه استفادې او د یوه بېوزله کس په ډبولو» هم تورن شوی و.

مبین د هغه راپور په اړه هم خبرو ته نه و حاضر شوی.

2 COMMENTS

  1. دا د ملا امین ځوی دی د اونی سفلی د پل علم لوګر چی مکتب یی خوشی کړ او یو مطلق بیسواده وو. د هغه کبر او غرور د هغه سر وخوړ. شرمیدلی او خوسې خرکُس سړی دی. ښه شو چی له دندی لری شو ممکن چی پر ځآیی یو سړی راشی.

  2. ښه شو چې دغه کربوړی خو یې رخصت کړ مایی هم یوه ویډیو ولیده یوه کس ته یی ډيری پوچې خبرې او کنځلې کولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب