Homeخبرونهبلخ کې د سولې او مدني ټولنې يوه فعاله وژل شوې ده

بلخ کې د سولې او مدني ټولنې يوه فعاله وژل شوې ده

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) په بلخ کې د حنیفه نظري په نوم د سولې او مدني فعالیتونو یوه فعاله پرون ناڅرګندو موټر سايکل سپرو کسانو د خپل کور مخې ته په ډزو وژلې ده.

د ځایي سرچینو په حواله، نوموړې د ټوپک په ګولۍ، په تندي ويشتل شوې او ځای پر ځای وژل شوې ده.

 مېرمن نظري په بلخ کې د سولې د ښځينه فعالانو د ډلې غړې هم وه او په ډېرو مدني فعالیتونو کې یې ګډون درلود.

هغه د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ اوسیدونکې وه، خو په مزار شريف ښار کې یې ژوند کاوه.

د حنیفه نظري کورنۍ او په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې هم په مزار شريف کې د څو ښځینه مدني فعالانو وژل شوي جسدونه تر لاسه او طالبان یې په وژلو تورن شول، خو طالب چارواکو دا تور رد کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...