یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب د جمهوري نظام د سقوط یو شمېر نور عوامل هم...

حمدالله محب د جمهوري نظام د سقوط یو شمېر نور عوامل هم افشا کړل

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په یوه تازه مرکه کې د جمهوري نظام د سقوط له یو شمېر نورو عواملو څخه پرده پورته کړې ده.

هغه د امريکا متحده ايالاتو له يوه ټلويزيون سره د خبرو پر وخت ویلي، چې د جمهوري نظام سقوط ګڼ اړخونه لرل.

د هغه په وينا، د جمهوري نظام په سقوط کې د داخلي او ملي عواملو تر څنګ د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو ستراتیژۍ هم خاص رول درلود.

د محب په خبره، له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ هم یوه مهمه موضوع وه، چې د جمهوري نظام د سقوط سبب شو.

د سولې په نوم هڅو څخه د افغانستان د جمهوري نظام لېرې ساتل یو بل اساسي دليل و، چې د ډاکټر محب په خبره د جمهوري نظام سقوط ته یې زمینه برابره کړه.

د ملي امنيت پخواني سلاکار ویلي، چې د افغانستان په اړه پريکړې تر ډېره له افغانستان څخه د باندې کیدې.

هغه دا هم ردوي، چې ګواکې د نظام په سقوط کې ده او دفتر یې ډېره ونډه لرله.

حمدالله محب له ۲۰۱۹ څخه وروسته د بدخشان د وردوج او یمګان، د غزني د ده یک او خواجه عمري او د کندوز ولايت د یو شمېر ولسوالیو یادونه کوي، چې د افغان جمهوري نظام په هڅو له طالبانو بېرته ونیول شول.

د حمد الله محب د څرګندونو په اساس، له طالبانو سره د سولې خبرو له پیل سره د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه د امریکا متحده ایالاتو پوځي، مالي او نور ملاتړ کمزوری شو.

ډاکټر محب دغه عامل هم د افغان ځواکونو د مقاومت روحيې په کمزوري کیدو کې مهم یادوي.

د ملي امنيت د پخواني سلاکار په خبره، له طالبانو سره د سولې خبرو له پیل سره د افغانستان ډېرو ګاونډيو هېوادونو د افغان دولت له څنډې ته پریښودلو سره طالبانو سره پتې خبرې او معاملې پیل او له هرې ممکنې لارې هغوی تمویل او پیاوړي کړل.

ډاکټر محب په حکومت کې فساد، بې نظمۍ او نور داخلي لاملونه هم د جمهوري نظام په سقوط کې ښکېل ګڼي.

نوموړي په دغه مرکه کې پر افغان سیاسي مشرانو هم نیوکه کړې، چې طالبانو سره په راتلونکي واک کې د شراکت په هیله یې د جمهوریت د لیکې او داعیې د پیاوړتیا پر ځای د زلمي خليلزاد په اشاره او ژمنو د طالبانو پټ ملاتړ کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب