یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د مځکې داخلي اورینه هسته په سړېدو ده

د مځکې داخلي اورینه هسته په سړېدو ده

تاند- یوه نوې څېړنه ښيي چې د مځکې داخلي سوزنده او اورینه هسته په تدریجي ډ‌ول مخ په سړېدو ده.

امریکايي او سویسي څېړونکي وايي، د مځکې داخلي هسته د هغه څه خلاف چې تصور کېده، په چټکه سړېږي خو لا هم نه پوهېږي چې د مځکې د دې اورینې هستې د سړېدا سرعت څومره دی.

څېړونکي وايي، د مځکې په ژورو کې د یوه اندازه معمولي معدني موادو له ارزولو ورته څرګنده شوه چې د مځکې داخلي فضا تر هغه څه چې دوی فکر کاوه ژر سړېږي.

د ساینسپوهانو په باور د مځکې کره له څلور نیم ملیارد کلونو راهیسې مخ په سړېدو ده او د تشکیل په پیل کې د مځکې سطحه ډېره سړه وه. خو له پاسنۍ برخې د لاندینۍ برخې لور ته د مځکې سړېدا پیل شوه او په دې ترتیب د ډبرې جامد قشر جوړ شو.

د مځکې هسته لا هم ډېره تودوښه بهر ته غوځوي چې د اتشفشان په بڼه یې وینو.

دا چې دا پروسه (اتشفشان) به تر کله دوام وکړي، لا څوک نه پوهیږي خو ساینسپوهانو په خپلو تازه څېړنو کې چې د بریګمانیت په نوم پر یوې کلیدي معدني مادې یې کړي، د دې پوښتنې د ځواب موندلو هڅه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب