یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سراج الدين حقاني په منځګړتوب په پکتيکا کې د طالبانو يوه...

د سراج الدين حقاني په منځګړتوب په پکتيکا کې د طالبانو يوه خپلمنځي دښمني حل شوه

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د وزير یې سراج الدين حقاني په منځګړتوب یې، په ‏‏‏‏‏پکتيکا کې د طالبانو د دوو ډلوخپلمنځي شخړه هواره شوه.

سرچینه زیاتوي، چې دا شخړه څو ورځې مخکې د سراج الدین حقاني په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې: ‏په ۱۳۹۶هـ.ل کال کې د پکتيکا ولايت د سر‌روضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې د طالبانو د دوو ډلګيو ترمنځ سوء تفاهم رامنځ شوی و، چې په پايله کې يې پنځه تنه طالبان وژل شوي وو.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ويلي، چې سراج الدين حقاني د دواړو لوريو وارثانو ته پنځه، پنځه لکه افغانۍ ورکړې او د قربانیانو وارثانو ته په خطاب کې یې له دوی څخه مننه وکړه چې د عفوې واک یې ورته وسپاره.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې بيا د واک او امتيازاتو په سر د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو د شدت ادعاوې کیږي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او بې بنسټه یې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب