شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کوټې يو نانوای د افغانستان د ترافیکو عمومي رییس ټاکل شوی

د کوټې يو نانوای د افغانستان د ترافیکو عمومي رییس ټاکل شوی

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) ‏نيویارک ټایمز ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې طالبانو د پاکستان د تر واک لاندې کوټې ښار يو نانوای د افغانستان د ترافيکو د لوی رییس په توګه ټاکلی دی.

ورځپاڼې د ترافيکو د عمومي رییس خيال محمد غيور په حواله ليکلي، چې دی په خپله نانوايۍ ( د‌ ډوډۍ پخولو دوکان) کې ناست و، چې له افغانستان څخه ورته يوه نا اشنا کس زنګ ووهه او خبر يې ورکړ چې د افغانستان د ترافيکو عمومي رییس ټاکل شوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې له دې سره يې خپله نانوايي پلورلی او په ډېرې خوشالۍ افغانستان ته راغلی، چې دنده پيل کړي.

خیال محمد غيور، چې د زده کړو په اړه يې څه نه دي ويل شوي، دغې امريکايي ورځپاڼې ته ويلي، چې د دندې له پيله تر اوسه نه ده او نه يې کارکوونکو ته معاش ورکړل شوی.

 د خیال محمد غیور تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ترافيکو عمومي رياست نيږدې يو نيم زر تنه پرسونل لري.

ورځپاڼې دا هم ويلي، چې طالبان د افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخامخ دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون وویل، چې افغانستان ته به په مختلفو برخو کې خپل «متخصصين» واستوي څو له طالبانو سره د حکومتي چارو په مخته وړلو کې مرسته وکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خلکو د پاکستان د صدراعظم څرګندونې غندلي او ويلي، چې عمران خان له افغانستان سره د خپلې مستعمرې په شان چلند کوي.

4 COMMENTS

  1. د کوټې يو نانوای د افغانستان د ترافیکو عمومي رییس ټاکل شوی

    ښه کار شویدی نانوای هم خدا دادرد، بل داچه افغان خو دی.
    خلقیانو به ویل چه مونږ غریبو ته کمک او غټه چوکی ورکوو مګر عمل یی پری ونکړو، اسلامی امارت هر څه عملی کړل، ځکه دا یوه عملی صحنه ده چه نانوایی د ۱۵۰۰ ترافیکو مسول دی،
    بله خبره داده چه د دغه نوی ریس د مقرریدو وروسته په کابل او لویو ښارونو کی هیځ ډول ترافیکی ستونزه نده پیدا شوی. او نه تر اوسه چا د ترافیکو څخه شکایت کړیدی.
    چشم بخیل کور

  2. ‏نيویارک ټایمز ورځپاڼې ته وایم چه تاسو غربیانو ځمونږ د وزیر سره څه وکړل چه اوس مونږ ته دغه ډول خپرونی او اوازی خپروی، دغه نانوای خو اسلامی امارت د سرپرست ریس په توګه ګمارلی دی، خو زه وایم چه کار یی سم وی باید دایمی ریس یی مقرر کړی.

    ایران چه ځانته اسلامی حکومت وای زمونږ مجبوره افغانان به یی د سوري جنګ ته د فاطیمون په نامه لیږل، چه ۲۵۰۰ افغانان یی راته ووژل.

    غربیانو بیا پر مجبوره افغانانو څه کړیدی. لاندی ولولی

    یو پخوانی افغان وزیر په جرمني کې پیزا ډیلوري کوي

    خبریال:
    taand
    اګست 26, 2021
    4
    3860
    Facebook Twitter Pinterest WhatsApp

    تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وزیر احمدشاه سادات د جرمني په یوه ښار کې د پېرودونکو کورونو ته پر بایسکل پیزا رسوي.

    ښاغلي سادات په اکسفورډ پوهنتون کې د مخابراتو په برخه کې دوې ماسترۍ کړي دي.

    په داسې حال کې چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر ښاغلی سادات د جرمني په لایپزیګ ښار کې پر بایسکل پیزه ډیلوري کوله (پیزا چا ته رسوله)، یوه سیمه ییز خبریال وپېژانده او دا عکس یې واخیست.

    د مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ښاغلي سادات ځینې لیکنې په تاند کې خپرې شوې دي.

  3. I do not think Mr Sadat has earned two master degrees, may be he is not telling the truth.If he realy has two master degrees and he is not able to find a good job then he is not a good educated person.

  4. یاره زمونږ هیواد کی خو تل یا د غرب له پیزا پخولو او هوټلونو راځی او دلته سیاست مدار شی او یا د کوټی له نانوای او د پیښور له مدرسو ، خو دغه اوسنی د ترافیکو مشر واقعا خدمت کوی او د ترافیکو ستونزی زیاتی حل شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب