یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ط وروڼو پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو هوکړه راسره...

پاکستان: ط وروڼو پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو هوکړه راسره کړې ده

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) ‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید پر افغانستان حاکم طالبان د پاکستان وروڼه ګڼلي او ويلي، چې پر ډیورنډ کرښې يې د اغزن تار د لګولو په اړه هوکړه ورسره کړې ده.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې د دغه اغزن تار په اړه زياته کړې چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې پر څه باندې دوه نيم زره کيلومتره سیمې دغه تار لګولی او تر ۲۱ کيلو متره نور کار يې پاتې، چې د (طالبانو وروڼو) په خوښه يې چارې روانې دي.

پاکستاني وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې طالبانو د دې اغزن تار د لګولو ظاهري مخالفت کړی دی.

ډ ډيورنډ کرښې د څېرمه يو شمېر سيمو اوسېدونکي بيا وايي، چې طالبان عملآ نه يوازې دا چې د اغزن تار د لګولو مخالف نه دي، بلکې د ځايي خلکو ته هم د دغه تار د لګولو پر وړاندې د مخالفت اجازه نه ورکوي.

طالبانو د شیخ رشید په ګډون د افغانستان په اړه د نورو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون ويلي، چې افغانستان ته به په مختلفو برخو کې خپل «متخصصين» واستوي څو له طالبانو سره د حکومتي چارو په مخته وړلو کې مرسته وکړي.

5 COMMENTS

  1. پنجابیه شیخ رشید، د تاسو له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شوی وحشی بی سواده طالبانو ته د وروڼو خطاب کول کاملآ غلط او فریبی دی بلکه دا بی سواده وحشی طالبان سره د وحشیانو بی سواده تنظیمونه د تاسو پنجابیو غلامان دی او اوس دافغانستان حکمرانی د امریکا او انګلیس په کومک د تاسو په لاس کښی دی ، طالبان او تنظیمونه افغانان نه وو او ندی د تاسو پنجابیو دا بی شرمانه معامله یعنی د اغزن تار لږول به هیڅوخت د اصیلو افغانانو له خوا ونه منل شی او د ډیورند کرښه د شیطان انګلیس له خوا د فریبی کرښه دی دا منفوره کرښه د اصیلو افغانانو له خوا نه پخوا منل شوی او نه به وروسته ومنل شی ، پنجابیو ، د تاسو دا پلیت ارمان به هیڅکله پوره نشی!!!!!!!!

  2. لکه څنګه چې ټالبان ملي او بین المللي مشروعیت نه لري ، همداراز د منحوس ډیورند کرښه هم افغانانو ته د منلو نده او مشروعیت نه لري .
    د پنجاب دا اغزن سیم د برلین تر دیوال کلک او محکم نده ، یوه ورځ به راشي چې د پنجاب د دې اغزن تار برخې به د افغانانو له خوا د تبرک ټوټې لپاره چور او افغانان به بیا سره یوځای او د اټک پل به نړیوال طبیعي سرحد وي .

  3. د ډیورند په نوم کرښه هیڅ وجود نلری.
    که پنجابیان د افغانانو د اوسنیو ستونزو څخه ګټه اخلی لکه د اشغالګرو شورویانو او امریکایانو په وخت کی چه یی ګټه واخیستله. بیا دیی پنجاب په دیی فکر کی هم اوسی، چه دغه ۷۰ کلن پنجابی حکومت هم کرښی کرښی کیدایشی او هم چپه کیدایشی.
    دغه د ډیورنډ میویرنډ کرښی مرښی د یادولو څخه نوره ډډه وکړی، او هم د پښتونستان د خاوری څخه نور دغه تورمخی پنجابیان لری کړی. که نه د افغانانو د صبر او تحمل کاسه نوره د پنجاب لپاره په ختمیدو ده، او هغومره چه تاسی فکر کوی هغومره نه یاستی. حتی د دریو میاشتو لپاره چریکی جګړه نشی کولای. زمونږ مشوره تاسو ته داده چه خپل نړیوال پورونه او قرضونه خلاص کړی. د غټو غټو خبرو او لاپو کوششونه مکوی.
    تل دی وی پښتونستان

  4. که د ډاکتر نوم ترې لرې کړو نو دغروال ادبیات رښتیا چې د خوست د غرو د اوسېدونکي دي ، که د داخلې د وزارت ویاند له غر وال سره مقاسه کړم نو غروال غر پال او د د داخل د وزارت ویاند قاري خوستی ریښتیا چې په خبره پوه یو انسان دی !
    اوس راسم د پښتنو ویش ته :
    — امیر عبالرحمن خان د خپل لاس لیک په وخت کې دلر او برو پښتنو له خوا څخه هغه وخت هیڅ قانوني اجازه نلرله څکه هغه امیر په خپله ازادي نلرله ! او لاسلیک یې اولس ته قانوني هیڅ اعتبار نه لاره او نه یې لري . د انګریزانو او امیر لپاره خوشې په اوبو کې د خامولوټو کېښودل وو چې پرې تیر شي !
    د یوو واحد قام جدایې په ریفریندوم سره امکان لري او نه د یوو داسې انسان په لاسلیک چې هغه پخپله قانوني رسمیت په هره ګوښه کې نلري!
    –د انګلیس ټولې مستعميرې لکه : هانکانګ ، باربادوس، بریتش مالایا، بېلیڅي ، مالتا …. له سلو کالونو نه وروسته خپلواکې شوي دي خو د پښتنو د ویش سل کلنه د پاکستان له جوړېدو وروسته پوره شوه چې په دې وخت کې زمونږ نازولي په جنګونو اخته وو !
    — په هیڅ ځای کې د یوو واحد قام په منځ کې اغزن تار ندی تیر شوی او داعمل یو نوی غیرې انساني عمل دی چې د بي احترامي بوی ترې ځي او دوه وروڼه سره جدا کوي خو له بلې خوا د افغان تیر شوي دولت ( کرزی + غني ) هیڅ ګیله هم پاکستان نه ددې غیر انساني عمل ګیله ونکړه!
    — چې زړونه یو وي یو واحد اولس څوک نشي سره جدا کولی !! دبنګلدیش د جنګ په وخت کې ښه موقع وه چې افغانستان په زور دخپلو وروڼو پښتنو مځکه ازادکړې وی ، خو په هغه وخت کې د غروال همايوني چرسي بابا مخالفت وکه او حمله یې ونکړه چې بیا د شهید داؤد خان دقهر او غضب سبب شوه ْ!
    — یوه خبره بله د پښتنو لوی دښمنان په افغانستان کې تل وجود لري چې هغوی خبرو ته هیڅ غوږ نه نیسي او دملي ګټو خلاف خپلې شخصي او قامي ګټې غواړي !!

  5. Pattangia ، د تاسی له خوا او همدارنګه د مزدورو غلامو تنظیمونو له خوا ( قاتل ګلبدین او قاتل سیاف ئی نمونه دی ) ) نه یوازی پښتو بلکه د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال تر پښو لاندی شوۍ دی او د تاسو تربیه شوو چړیانو په واسطه اوس پنجابی پاکستان د افغانستان باداری تر لاسه کړی دی او خپلی چټلی حنجری ئی د تاسو دفاع لپاره په جوش راوستی دی !!!

    بلی کله چی سردار محمد هاشم خان صدراعظم وو او شهید محمد داؤد ئی دفاع وزیر وو نو د احساساتی شهید محمد داؤد له خوا د سفر بری اعلان وشو اما لږ وروسته د سردار محمد هاشم خان له خوا دا موضوع خاموشه شوه او هغه وخت کښی مرحوم ظاهرشاه سمبولیک شکل سره پادشاه وو او واقعیت کښی مرحوم سردار محمد هاشم خان پادشاهی چلوله !!!
    هو د تاسو له محدود دید څخه تاسو ته قدیانی خوستۍ قاری ډیر پوه انسان دی ، د جلاد امین وخت کښی ارګ د خوستوالو څخه ډک وو او دهغه وخت ډیر پاتی شونی کمونیستان د قاتل ګلبدین او قاتلو طالبانو سره یو ځای شوی دی بلی ځینی خوستوال پدی برخه کښی خاصه زیرنګی لری !!!!

    د ملت رهبری کښی بی ځایه احساسات د ملت تباهی سبب کیږی لکه چی دا تاریخی فاجعه عقدمن او احساساتی شهید محمد داؤد خان کودتا په واسطه د کمونیستانو په کومک رامینځ ته شوی دی او ددی فاجعی ختم نه لیده کیږی اما بیا هم اطمنان موجود دی چی اصیل افغانان به ځانونه ددی بحران څخه خلاص کړۍ شی لکه چی غیرتی ملت ظالم شوروی له خاوری وشړلو همداسی به غیرتی افغانان پنجابی پاکستان سره ددوی غلامانو د خاوری څخه شړی دا ورځ راتلوونکی او ظالمه امریکا او انګلیس به په خپلو چټلو پلانو کښی بریالی نشی او هم به دوباره دا موقع ورته پیدانشی چی تنظیمونه او چړیان طالبان په ډرامائی شکل سره ( د ملی خائين خلیلزاد مسلسلی فریبی په شان ) متحد د ملت په اوږو سپاره کړی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب