یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونههلمند ته د ملا هیبت الله سفر، د خپل ځانمرګي زوی مقبرې...

هلمند ته د ملا هیبت الله سفر، د خپل ځانمرګي زوی مقبرې ته هم تللی

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) ‏طالبان وایي، چې عمومي مشر یې ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) پرون هلمند ولايت ته د سفر پر مهال د خپل وژل شوي ځانمرګي زوی خالد او نورو ځانمرګو مقبرو ته ورغلی.

په هلمند کې د طالبانو د والي وياند حافظ راشد هلمندي ویلي، چې د ملا هیبت الله د وژل شوي ځانمرګي زوی قبر په موسی کلا ولسوالۍ کې دی.

هغه د ټولو طالب وياندويانو په شان د ملا هیبت الله کوم عکس يا ويډيو نه ده خپره کړې.

د طالبانو منتقدین په همدې دليل ادعا کوي، چې هيبت الله اخوند یا قطعآ موجود نه و/ نه دی او يا مړ شوی او وژل شوی، چې طالبان يې کوم عکس یا ويډيو نه خپروي.

په هلمند کې د طالبانو وياند دغه راز ادعا کړې، چې عمومي مشر یې د سنګين ولسوالۍ ته هم سفر کړی.

‏نوموړی زياتوي، چې ملا هیبت الله اخوند په هلمند کې د طالبانو له نظامي او ملکي مسؤلینو، قاضیانو او علماو سره هم لیدلي.

‏له نوموړي نقل قول شوی چې ويلي يې دي: اوس د داسي اتلانو په منځ کي قرار لرم چي نړيوال پنځه ستوریز جنرالان او بد معاشان يې پر ګونډو کړل.

‏هغه طالبانو ته دا سپارښتنه هم کړې ده: نظامي معسکرات پياوړي کړئ، ټولو مجاهدينو ته عقيدوي، فکري او بدني رزونه او تربيه ور کړئ. د علماؤ، مشرانو او ولس پوره قدر او درناوی وکړئ.په هر کار کي له علماؤ او مشرانو سره مشورې وکړئ او تر نهایي کولو وروسته یې په اړه جدي اقدامات ترسره کړئ.

‏هیبت الله اخوند په هلمند کې خپلو امنيتي مسوولينو ته په خطاب کې ویلي : تر دقیقو معلوماتو وروسته اقدام کوئ، هڅه باید وکړئ چي ولس درڅخه ازار او اذیت نشي او د عمومي عفوي (ټولبښني) څخه بايد سرغړونه ونکړئ.

‏له هيبت الله اخوند څخه نقل قول شوی، چې قاضيانو ته يې دا سپارښتنه کړې ده: په محاکمو کي سپارښتنې او واسطې مه منئ، که هر څوک جرم کوي بايد سزا وويني.

هغه د محاکمو مسئولین خپل نائبان یاد کړه او زیاته یې کړه چې د قضاء په چارو کې هیڅوک د مداخلې کولو حق نلري.

2 COMMENTS

  1. دا څه رنګه پیری ده، چی فراه هلمند او قندهار ته ځي له قاضیانو ، امنیتي مسئولینو ، او چارواکو سره ګوري مګر یو انځور یې نه خپریږي ، دا واقعأ زموږ پر ولس ملنډی وهل دي، آیا په کوم بل هیواد کې به دا کار امکان ولري چې د هغه هیواد خلک دې د یو چا حتی انځور هم و نه ویني هغه هم د داسی نفر چې وزیران ،والیان او د هیواد ټول چارواکئ ټاکي، تر اوسه په فرمانو کې یی چا حتی يو امضا یا لاسلیک هم ندی لیدلی ، ښه که د ذبیح الله مجاهد په خبره انځور سره جوړ نده نو په فرمانو کې خو به د هغه یو لاسلیک یو ځای فرمان سره خپور شوی وای.
    د ملا هیبت الله په نوم فرمان کې چې څو موده مخکې راوتلې و، هغه خپله له طالب چارواکو نه غوښتي و چې له خلکو نه دې ځان نه پټوي هههه …نورو نه غواړي چې له خلکو نه ځان پټ نکړي مګر خپله بیا خپل مخ هم چاته نه ښیی .
    زړه مو چې منئ یا نې منۍ اخوند هیبت الله ډیر وخته له نړۍ ستری پتی کړی او د هغه په نوم ټولې ټاکنې د پاکستاني د آی ایس آی لخواه سرته رسیږي، تاسو به وګورئ چې څو موده وروسته د مجازی هیبت الله د مرګ خبر خپور شي او حتی د کوم سپین ګیري مړی هم د هیبت الله په نوم یو چیری خاورو ته وسپارل شي او کوم قبر هم د هغه په نوم ونومول ښي، ځکه آی ایس آی تر آخره نشي کولې دا لوبی ته دوام ورکړي ، د ملا عمر پیغامونه دوه کاله
    وروسته تر مرګ هم د همدی ذبیح الله مجاهد لخوا په اخترو کې خپریده ا
    اَعْظَمُ الْخطايا عِنْدَاللّهِ اَلْلِسانُ الْكَذُوبِ
    یو څوګ چی ځانه ته مجاهد وائي دوه کاله یی خلکو ته ښکرلرونکی درواغ ویل.
    آی ایس آی په داسی کارونو کې مخکی تجربه لري ، زما وړاندوینه دا ده چې راتلونکي څو اونیو یا میاشتو کې به د ملا هیبت الله د مړینې خبر خپور شي او هماغسی چې د ملا هیبت الله ژوندی چا ونه لید د هغه مړی به هم څوګ ونه ویني او په درواغو به يو هدیره د هغه په نوم ونومول شي او آی ایس آی به بیا هم لکه نن غوندی زموږ د دیرشو ملیونو خلکو په سترګو کې خاوری وشیندي
    دوستانو زما دا لیکنه په یاد ساتۍ

  2. ملا باجوه هم د خرمرګو پلار وخوت او د مړه ملا هبټ په رول کې ئې تر موسي کلا چکروواهه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب