شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهط وياند افغانان د « امريکايانو یتیمان» وبلل او د خیرات غوښتنه...

ط وياند افغانان د « امريکايانو یتیمان» وبلل او د خیرات غوښتنه يې ورته وکړه

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) د کابل په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو وياند چې ځان « ستر جنرال مبين» ګڼي په افغانستان کې شته خلک يې د « امريکايانو يتيمان» ګڼلي او ويلي چې دوی له امریکایانو ځانته څه نه غواړي، بلکې همدغو افغانانو ته له امریکایانو او نړۍ څخه خیرات غواړي.

دغه مشهور طالب مطبوعاتي مبلغ په ورته وخت کې تورن شوی، چې د ټویټر په انلاين غږيږو بحثونو کې یې خپلو مخالفانو ته « ښکنځلې» کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر مطرحو څېرو د نوموړي د لومړنيو څرګندونو ویډیو خپره کړې او توند غبرګونونه یې پرې څرګند کړي دي.

افغان ژورناليست عبدالحق عمري د مبين د دغو خبرو له ویډیو شریکولو سره لیکلي:(( ‏مبین وایي، امریکایان له مونږ خیرات غواړي.ملت ټول په فقر کې دی ؛خو دا ښاغلی پر ټول ملت ملنډې وهي او زیاتوي چې مونږ د امریکایانو بچيانو ته چې دلته پاتې دي له امریکایانو مرستې غواړو.))

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنيت شورا ویاند رحمت الله اندړ د نوموړي په غبرګون کې ليکلي: ((‏پټکی، خولۍ، واسکټ، کورتۍ، جامې، چپلکې، بلکې له سره تر نوکه يې هر څه پردې دي. لس کارټنه تر وخت تېرو ناپاکستانې درملو ته يې وزيران په هوايې ډګر کې سلامي ولاړ وي، خو بغارې وهي چې امريکا له موږ خيرات غواړي.بلي خواته ټول ولس د امريکا يتيمان ګڼي.له علم او عقل نه خلاص همدغسې وي.))

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د طالب مبلغ دا څرګندونې پر افغان ملت ملنډې ګڼلي او ويلي، چې دوی د افغانانو ژوند، پرمختګ او ازادي خاورې کړې ده.

د هغه په وينا دا نور داسې طالب مبلغین په سالم چاپيريال کې نه دي لوی شوي، ځکه داسې پريوتي اخلاقو لري او د يوه ملت د احترام په معيار نه پوهيږي.

نورو سلګونو کسانو هم په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي، خو د طالبانو وياندويانو د خپل دغه مبلغ په دفاع یا توجیه کې څه نه دي ويلي.

4 COMMENTS

  1. افغانان بی له شکه بی وزله او یتیمان به وی او تالبان ورته هر نوم چی وغواړی ورکولی شی.

    خو یوه خبره د سپینی ورځی په شان ښکاره ده چی رښتینی افغانان هیڅکله ستاسو په شان د هیرا متډۍ پیداور او د لواطت د فیکټرو محصول نه دی.

    ستاسو نه افغانان باید هیڅ ډول امید ونه کړی ځکه چی تاسو د مفتی عزیز وفادار شا ګردان او د هیرا منډۍ اصلیرپیداوار یاست او ستاسو ټول ارمانونه د هیرامتډۍ او د پینډۍ د ج ایچ کیو د بوړاګانو د ارمانونو سره تړلی دی

    او هغه د پښتو متل چی تاسو نور په هیڅ شی نه شرمیږۍ او نه تاسو څوک شرمولی شی.

    دا دیره ښه خبره ده چی افغانان اوس ستاسو اصلی څیری وپیژنی او انشاءالله هغه وخت لری نه دی چی بیرته خپلو مقدسو ځایونو ته چی هیرا منډۍ ده ورټول شۍ.

  2. د پنجاب تولیدات خو تاسی یاستی حرامیانو. د حرامی کونه ورکړې زه یی ښه پیژنم د ملا امین زوی دی د هونی سفلی د پل علم د مرکز د لوګر د ولایت. مکتب یی پریښود یو بیسواده سړی دی.

  3. عزتمندو ورونو السلام علیکم،
    ستر جنرال مبين یو ازاد طبعیته افغان دی، د ده په خبرو مه خپه کیږی.
    ښاغلی ستر جنرال مبین نه پوره طالیب دی، نه خلقی او پرچمی او نه کومه سخت دریځه مفکوره لری،
    دغه مشهور افغان کله د طالیبانو ښی او بدی هم وای.
    ښاغلی مبین د لنډغرانو، زورواکانو او امریکا، ناتو، ټولو ګاونډیانو خصوصا پاکستان سره جوړ نه دی.

    پریږدی چه ستر جنرال مبین خپل د زړه بړاس اوباسی، د ده خبری په زیاترو افغانو ښی لګیږی.
    ستر جنرال مبین یو واقیعی او صادقه افغان دی

  4. بس سر پې مه دردوی قسم کا ددې ولس ها رښتني مشر پیدا شي تل به همداسې یتیم وي وړاندې هم یتیم وو اوس هم راتلونکي کې هم غلام وړاندې وو اوس ده او وي به هغه هیواد چې اقتصادي سیاسي سیمه ایز او ملي اراده نه وي دا همیش استعمار او استثمار دي پاتي پدې چې له داود استثناء الهي د افغانستان هر حاکم په هغه اخروي دنیا داسې ذلیل رسوا او شرمنده لرې لکه څرنګه پدې ملت باندی ذلیل تحقیر او غمجن وخت تیر شو مسول ددې هیواد حاکمان دي الهي ته ترې د مرغانو او شنو نباتاتو پوښنه هم وکړې الهي د هریتیم د سوي درد حساب ورسره وکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب