دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول

فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول

بختیار

که په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د فلش د ورکېدړو په صورت کې هغه د بل چا لاس ته ورسي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړې او ځان ډاډمن کړئ.

په اسانه فلش ته شفر یا پاسورډ ور کولای سو، لاندي راښوني یو په یو عملي کړئ چې فلش مو شفر لرونکی سي:

۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ.

۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کي bitlocker ولیکئ او  پر bitlocker drive encryption  کیلک وکړئ.

۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ.

۴. ځان ته پاسورډ وټاکئ او پر next کلیک وکړئ.

۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای سئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ ترڅو د هیریدو په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم ابشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)

۷-بیا پر next کلیک وکړئ.

۸-خپل مخکینی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کي بیا پاسورد لیکل نه غواړي)

۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو، او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش له data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)

اوس د دې لپاره چي وګورئ چې ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش له بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ پاسورډ درڅخه غواړي او که نه؟، اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروئی او د ورکېدو په صورت کې به بل څوک ستاسو له فلش او په هغه کې له موجودو معلوماتو څخه استفاده نه شي کولی.

له فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:

۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړی

۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ.

۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ، تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکې په ډول سو.

یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یوازي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکې ډرایو، باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب