دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهشنونکي : د فارياب ګډوډۍ وښوده چې ط پښتانه نه، د ټولو...

شنونکي : د فارياب ګډوډۍ وښوده چې ط پښتانه نه، د ټولو قومونو اړوند دي

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) د پښتنو ملتپالو یو شمېر فعالانو په فاریاب کې د طالبانو تر منځ قومي ناندريو ته په اشارې ویلي، چې پښتنو ته د طالبانو د منسوبولو تبلیغاتو له غندلو سره ويلي، چې د طالبانو اصلي واقعيت آخر خپله د دغو تبليغاتو مبلغينو او د پښتنو مخالفانو څرګند کړ.

د افغانستان يوه مشهور تاجیک فاشیست عبدالطيف پدرام، چې پښتنو سره یې د یوه برخه طالبانو د تړاو له کبله پښتانه تل « ترهګر» او « ځانمرګي» ګڼل، په يوه تازه پيغام کې له « ناپښتتو» طالبانو غوښتي چې له « پښتنو طالبانو» خپله لاره جلا کړي.

افغان ژورناليست رحيم ګل څاروان د پدرام د دغه پيغام له شریکولو سره ليکلي: (( ‏دا شاید لومړی ځل وي، چې پدرام مني چې غیری پښتانه طالبان هم شته. پدرام د تاجک او ازبیک طالبانو په شتون اعتراف کړی. څیړونکي وايي، د پدرام په څیر کړیو په شلو کلونو کې همدا تبلیغوله چې طالبان ټول او یوازې پښتانه دي.))

د ولسمشر غني يوې پخوانۍ وياندې درانۍ وزیري بيا ليکلي: (( ایلا چې اوس یي ومنله چی (غیر پشتون) طالبان هم شته. موږ ته به یي هر وخت پیغورنو راکول چی ولې د هلمند او ارزګان کلیو کې خلک د طالب پر وړاندې غږ نه پورته کوي اما اوس ډاکټران یي هم د طالبانو څخه مرسته او قیامونه غواړي او د خلکو دعزت مسوولین یي بولي( موږ ته طالب ټول تروریستان وو -دي )

افغان لیکوال عصمت قانع هم په دې اړه غبرګون ښودلی او داسې یې ليکلي دي:(( ‏طالب جومات او حجره ده نه قوم او قبيله .طالب چې طالب شو بيا نه ازبک دى نه پښتون او نه ترکمن او بلوڅ .هغوى چې له ليساني زاويې څخه دسياست په کاسه کې ماليده خوري دا ماليده اوس سړي ته دکولمو پيچ وراچوي ،تر هغو به بهيږي ترڅو يې دبدن نمکيات ختم شي. ښه شو ،ومومنله طالب يوازي پښتون نه دى!))

افغان لیکوال او سياسي شنونکي محمد اسماعيل يون ويلي، چې څه موده مخکې يې له يوه طالب چارواکي سره په ليدنه غوښتنه وکړه څو د حکومت د ټول شموله کيدو لپاره يې پښتنو ملتپالو ته هم برخه ورکړي، ځکه په خبره يې طالبان د پښتنو ملتپالو استازي نه دي او يوازې مذهبي ډله دي.

په فارياب، پنجشېر او بادغيس ولايتونو کې له څو ورځو راهيسې د « پښتنو» او « نا پښتنو» طالبانو تر منځ د نښتو او ناندريو خبرونه ورکړل شوي، چې له دې سره په لومړي ځل ډېرو پښتنو ضدو څېرو په طالبانو کې د « نا پښتنو» په حضور اعتراف کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب