تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې افغانستان ته د « بشري ناورين د مقابلې» لپاره به په مختلفو برخو کې « پاکستاني متخصيصين» واستوي.
د هغه په وينا دا «متخصصين» به یې د طب، ای ټي، مالي او حسابدارۍ د برخو اړوند وي.
پاکستاني صدراعظم دغه راز ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ، معادن، درمل جوړونې او رسنيزې پراختيا په برخو کې به له افغانستان سره اړیکې پراخوي.
هغه په دې برخو کې د خپلو پروګرامونو نور جزییات نه دي روښانه شوي.
طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو افغانان يې سخت قهرولي دي.
افغان لیکوال او سياسي فعال نجيب ننګیال د پاکستاني صدراعظم او طالبانو د پټو معاملو په غبرګون کې ويلي: ((عمران خان یې د حکومت چلولو لپاره متخصصین ور لېږي. دوی یې لا اشغال نه بولي. صدراعظم عملاً اسلام اباد کې ناست دی. افغانستان اداره کوي. طالب خاموش دی. د صدراعظم د خبرو په وړاندې د غبرګون ګستاخي نشي کولی. غلامي دې ته وایي. اشغال دغه دی.))
يو شمېر نورو خلکو هم د عمران خان دغو څرګندونو ته غبرګونونه ښودلي او دا يې د افغانستان عملي اشغال څرګنده نښه ګڼلې ده.
طالبه! خدای مو وشرموه! افغانستان کم متخصص لری؟ مونږ د پاکستان نه راغلی متخصصین نه غواړو! خدای دا وطن نه جوړوي خو د پاکستان جاسوسان نه غواړو!
که د خود کش بیګانه پرور ټالب دا سیاست نه وای ، افغانستان اوس زرګونه متخصصین او کارپوهان په هره رشته او مسلک کې لري . افسوس چې ستاسو په لاس جوړشوي ټالب او ملا له سیاست ، ساینس او تخنیک نه هېڅ معلومات نه لري .
د عمران خان یا پنجابي متخصصینو او استخباراتي جاسوسانو ته هېڅ ضرورت نشته چې افغانستان ته تشریف راوړي . د لته د هغوی په لاس روزل شوي زرګونه جاسوسان ، انسان وژونکي ، تروریستان شته . دوی کولای شي له پنجاب نه هغوی ته دستور ورکړي .
عمران خان ته باید وویل شي چې افغانان له خوګ نه دومره کرکه او نفرت نه لري ، لکه له پنجابیانو او د چټلستان له رنګارنګ جاسوسانو او متخصصینونه یې چې لري .
که تاسو رښتیا له افغانانو سره انساني همدردي لرئ ، دا پټ مخی د عالي تحصیلاتو ضد حقانیان مو بېرته دروغواړئ . زمونږ د سوداګرو پرمخ لارې او بندرونه مه تړئ او د نورو هېوادونو مرستې پرېږدئ چې افغانستان ته ورسیږي .
عمران خان هسی پنجابی ډوزی ولی ، که دومره جرآت لری اقلا د رسمیت پیژندلو اعلان د وکړی