جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهنيمروز کې يو ماشوم له تښتونکو ژغورل شوی

نيمروز کې يو ماشوم له تښتونکو ژغورل شوی

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) په نیمروز کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وايي چې یو لس کلن ماشوم یې د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړ.

باختر اژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د ژغورل شوي ماشوم عکس يې خپور کړی.

طالبانو پرون د اختطافګرو له منګولو په کابل کې د افغانستان د تکواندو فدراسيون د رييس او مشهور عصبي جراح ډاکټر نجيب الله سکندر او په هرات کې د يوه بل تښتول شوي کس د خلاصون خبر هم ورکړی و ‌

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو بيا د ډېرو تښتول شويو کسانو د بيرته خلاصون او اختطافګرو د نیول کیدو خبر ورکړی.

اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين، شديده بې کاري او د طالبانو په امنيتي ځواکونو کې د مسلکي کادرونو کمښت د دغه وضعيت اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...