دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ط لخوا د یوې نجلۍ وژل کيدو توند غبرګونونه...

کابل کې د ط لخوا د یوې نجلۍ وژل کيدو توند غبرګونونه پارولي

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې د طالبانو په ډزو د زینب الهي په نوم د يوې ځوانې نجلۍ وژل کيدو توند غبرګونونه پارولي دي.

د دې نجلۍ په اړه ويل شوي، چې اوړمه شپه له خپلې کورنۍ سره یوه واده ته په موټر کې روانه وه، چې طالبانو پرې ډزې وکړې او ويې وژله.

دغې نجلۍ کوژده او په اقتصاد کې لوړې زده کړې لرلې، چې د وژل کيدو دليل يې لا نه دی روښانه شوی.

طالبانو په دې اړه د ډېرو اعتراضونو باوجود هم څه نه دي ويلي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې خلاف توند غبرګونونه ښودل شوي دي.

معترضانو طالبانو ته منسوب دا عمل جنایت ګڼلی او له نړيوالې ټولنې يې د طالبانو خلاف د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب