شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل کې بیا ښځو مظاهره وکړه

کابل کې بیا ښځو مظاهره وکړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) په کابل ښار کې پرون بیا لسګونه ښځو د يوې مظاهرې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې په دولتي او نورو ادارو کې د کار کولو اخيستل شوی حق یې بیرته ورکړي.

مظاهره چیانې، چې اکثره د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون کارکوونکې وې، د طالبانو له واکمنیدو وروسته د خپلې بې سرنوشتۍ له کبله شکايت وکړ او ویې ویل، چې نه يوازې یې د طالبانو د ژمنې خلاف معاشونه نه دي اخيستي، بلکې د ډېرو نورو افغان ښځو په شان له « تور برخلیک» سره مخامخ شوي دي.

‏‏طالبانو په دې پلمه، چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه د دیني عالمانو په مشوره نوې لایحه جوړوي، له واکمنیدو څخه یې تر اوسه میلیونونه ښځې او نجونې له زده کړو، کار او فعاليتونو څخه منع کړي او په کورونو کینولې دي.

له دې سره، ښځې هم چوپه خوله نه دي پاتې او نيږدې هره ورځ یې د هېواد له یوې سیمې او په خاص ډول له کابل ښار څخه د طالب ضدو اعتراضونو خبر ورکول کېږي.

طالبانو په افغانستان کې اعتراضونه هم بند کړي او ښځينه معترضینو سره د زور زیاتي تر څنګ يې څو ځلې دوی بندیانې کړې هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب