شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمالیزیا د ط په رسمیت پېژندلو کې پښه نیولی شو

مالیزیا د ط په رسمیت پېژندلو کې پښه نیولی شو

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير سيف الدين عبدالله، چې څه موده مخکې يې د طالبانو د حکومت د ژر په رسميت پېژندلو خبر ورکړی و، تازه یې ویلي چې په دې کې کار کې بېړه نه لري.

د هغه په وينا، هېواد به یې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره په احتياط سره پریکړه وکړي.

مالیزیایي وزیر څو مياشتې مخکې په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې وويل، چې يوه لويه برخه اسلامي هېوادونه به ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

سیف الدین عبدالله اوس زیاته کړې، چې په دې برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو پریکړو ته منتظر دي، چې د طالبانو له واکمنۍ سره څه ډول چلند کوي؟

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو نیږدې ۵ میاشتې پوره کیږي، خو د طالبانو د تر ټولو اصلي متحد پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد دوی په رسميت نه دي پېژندلي.

طالبان د دوی د نه په رسميت پېژندلو پړه پر امريکا اچوي، چې ورته خنډونه جوړوي، خو امريکا او نور هېوادونه وایي چې طالبان بايد په دې اړه نړیوال شرایط قبول او بيا د رسمیت غوښتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب