شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقریشي: افغان بې ثباتۍ ۸۰ زره پاکستانيان وژلي او ۱۵۰ ميليارده ډالره...

قریشي: افغان بې ثباتۍ ۸۰ زره پاکستانيان وژلي او ۱۵۰ ميليارده ډالره تاوان یې ور اړولی

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ادعا کړې، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې تر ۸۰ زرو پورې پاکستانيان وژل شوي او پاکستان تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو تاوان کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې د اسپانیا د پارلمان له یوه پلاوي سره د لیدنې پر وخت کړي دي.

قریشي په ورته وخت کې ویلي، چې د افغانستان د قضيې د حل لپاره یې له ګاونډيو هېوادونو سره د اجماع جوړولو هڅې چټکې کړي دي.

قریشي د افغانستان د بې ثباتۍ له کبله د خپل هېواد د زيانمنيدو د ادعا په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر افغانان پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ اساسي عامل ګڼي او همدا بې ثباتي یې د اقتصادي ودې او ان اټومي پروګرام د څښتن کیدو اصلي سبب بولي.

ځینې شنونکي باور لري، چې پاکستاني چارواکي په داسې څرګندونو طالبانو ته وریادوي، چې پاکستان یې د واک ته رسولو درنه بیه پرې کړې او دا ډله بايد د خپل دغه ستر متحد احسانونه هېر او د غوښتنو له عملي کولو یې مخ وانه ړوي.

شنونکي په خاص ډول له افغانستان څخه د پوځي تجهيزاتو او پرمختللو د قاچاق دوام ته اندېښمن دي، چې پاکستان به ېې د طالبانو په وسيله لا دوامدار او افغانستان یو ځل بیا د خپل دغه دښمن ګاونډي پر وړاندې کمزوری کړي.

5 COMMENTS

  1. دغه تاند ته خوشحال وو چې یو څه ملي دریځ لري دا هم لکه چې د پاکستان په ګټه واوښت. ستاسو یې له قریشي او مریشي سره څه چې په ګټه یې خبرونه خپروئ.

  2. زه تاندي نه يم خو دومره ويلي شم چې تاند به هيڅکله دپاکستان په گټه وانه وړي ۔ دليل نشته هغه په دې خاطر خپروي چې خلک پوه شي چې خلک نور غواړي اولالي پور غواړي پامانده تانستم

  3. پنجاب هېڅکله د افغانستان په حساب تاوان ندی کړی . په دې تېرو څلوېښتو کلنو کې د اف 16 پرمختللیو جنګي الوتکو په شمول د اتم بم له وسلو برخمن شو. هرکال میلیاردونه دالر د غربي هېوادونو له خوا د پنجابیانو د تقویه کولو لپاره ورکړل شول .
    پنجابیانو د افغانستان له مظلومو کډوالو نه هغه نړیوالې نقدي او جنسي مرستې ځان ته بېلې کړې چې د دوی د ضروري احتیاجاتو لپاره راټولې شوې وې .
    د افغان جنګیالیو او مجاهدینو لپاره تخصیص شوې مدرنې وسلې پنجابیانو خپلو پوځیانو ته ورکړې ، پرځای یې تاریخ تېرشوې او زنګ وهلې وسلې دوی ته په لاس کې ورکړې چې خپل ورونه پرې ووژني او خپل هېواد پرې ړنګ کړي .
    پنجابیانو د افغانستان د مخالفینو له حمایت او ملاتړ نه علاوه د کوزې پښتونخوا شاوخوا یو میلیون بېګناه انسانان ووژل ، په زرګونو یې بندیان او نوریې لادرکه کړل ، ترڅو د پښتنو آزادي غوښتونکې روحیه ووژني . د فاټا په نوم قبایلي سیمې یې د پښتونخوا ایالت یوه برخه وګرځوله .
    پنجابیانو زمونږ د ملي او مرکزي حکومتونو پرضد دوامداره دسیسې جوړې کړې ، زمونږ ملي اردو یې ړنګه کړه او ټول مدرن تجهیزات یې خپل هېواد ته انتقال کړل . د کابل ښاریې یوځل د خپلو روزل شویو لاسپوڅو په لاس په کنډوالو بدل کړ. له 80000 اتیا زرو ډېر خلک یې شهیدان کړل او په میلیاردونو دالرو تاوان یې افغانانو ته ورواړاوو .
    د تش په نوم ډیورنډ کرښې نه هم سلګونه کېلومتره د افغانستان خواته راواوښتل او د افغانستان پاکه او مقدسه خاوره یې غصب کړه او د اغزي لرونکي سیم پواسطه یې پښتانه سره بېل کړل . د پنجاب دا خیانتونه او دسیسې دومره زیاتې دي چې کتابونه ورباندې لیکل کېدای شي .

  4. حمید صاحب د دی خبر د اخسیتو په دلیل ندی پوه شوی
    د دی خبر مطلب دادی چی په افغانستان کی د ذات البینی جګړو له موقع څخه په استفادی باکستان د قبایلو ملی فکر لرونکی او مبارز اتیازره مشران ور ووژل او د قبایلی سیمو په تاریخ کی لومړی ځل کامیاب شول چی د قبایلو غیرتی سیمی ته د پنجاب لښکر ننوځي او له دی پرته له امریکی او د افغانانو له خاوری د وسلو او نورو تاریخی او قیمتی وسایلو په لیږد او قاچاق په میلیونو ډالر و ګټي خو دوی افغانانو ته سوز ورکولو په خاطر خبر سرچپه جوړوی یعنی درته وایی چی وګره څنګه می کړئ نور هم را ته ټینګ شئ

  5. سلامونه،
    زه فکر کوم دا زما همنومی حمید خان سهوا د تاند اوبسایټ په هکله پوه شوی دی. رسنئ باید بیطرفه وي او هر ډول خبر نشرکړي ؛ دا بیا د لوستونکو کار او افکار دي چې څنګه مانا ترې راباسي؟
    دا کریشي مریشي هم د آمریکې اوبه څښلي او په سلو کې ۵ پنجابئ خبرې ېې هم رښتیا نه دي. لکه د ګلمرګانانو غوندې (بګریش که نه ګیریت!!) او هر شی اپوټه وايي: افغانستان،خیبر پښتونخوا،فاټا،بلوچستان،کشمیر او حتی سند او کراچۍ کې هر څه د یو څو آی اس آی جرنیلانو او د هغوی د انګلو امریکن بالدارانو!! په ګټه څرخوي ؛
    په م.م.م. کښې وروسته د ارواښاد پژواک نه هیچا د خپلو حقوقو دفاع نه ده کړې او خپلې ډالرې ټولوي. صرف د ډ.منظور احمد پشتین غورځنګ یا موومڼټ + ولسپال ګوندونه په لراوبر کښې په وحدت سره دویته غاښ ماتوونکي ځوابونه د عدم تشډد او که بیا لازمه سوه د دوهم بنګله دیش !! (ګ.ا.م. ټکر) په وسیله ورکولای سي.
    و من الله التوفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب