شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب ازبکستان او تاجيکستان ته د افغان هليکوپټرو د نه سپارلو...

ملا یعقوب ازبکستان او تاجيکستان ته د افغان هليکوپټرو د نه سپارلو له کبله ګواښ وکړ

تاند:( سی شنبه، د جدي يوويشتمه) د طالبانو د تحریک د بنسټګر زوی او د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد نن یو ځل بیا پر ازبکستان او تاجيکستان غږ وکړ، چې د افغانستان لسګونه هلیکوپټرې ورته وسپاري.

یعقوب مجاهد په یوه غونډه کې د وينا پر مهال وويل، چې ياد شوي هېوادونه دې د دغو هلیکوپټرو په نه سپارلو د دوی صبر نه ازمایي.

د طالبانو د دفاع وزیر همداراز له بهر ته تللو افغان هوايي ځواکونو او ظرفيتونو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.

هغه ژمنه وکړه، چې له مخکيني حکومت څخه به ډېر د هوايي ځواک د منسوبينو درناوی کوي.

ملا یعقوب په نننۍ وینا کې دغه منسوبین « د افغانستان پانګه» وګڼل او ویې ویل چې له هېواده بهر یې څوک قدر او درناوی نه کوي.

ازبکستان او تاجيکستان څه موده مخکې له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي وو، چې افغانستان ته په مرسته ورکړي هغه لسګونه هلیکوپټرې دوی ته پريږدي، چې د جمهوري نظام له سقوط سره افغان پيلوټانو د دوی خاورې ته ليږدولي او لا هم دوی سره دي.

په وروستيو ورځو کې د سيمې د يو شمېر هېوادونو له لوري د افغانستان له خاورې دوی ته د ګواښونو د رامنځته کيدو اندیښنې زیاتې شوي دي.

طالبان وايي، چې افغانستان نه به هیڅ هېواد ته کوم ګواښ رامنځته نه شي.

2 COMMENTS

  1. ملا یعقوب صیب ستا خبری ډیری خوږی او هیله بښونکی دی خو له بده مرغه یوازی یوازی خبری چی عمل ورباندی نه وی هیڅکله د افغانانو دزخموتو مرهم نه شی کیدلی.

    پدی کی هیڅ شک نشته چی په پردو هیوادونو کی افغانان او یا بل څوک هغه درناوی او عزت نه شی تر لاسه کولی کوم چی په خپل هیواد او ولس کی تر لاسه کوی.
    همدغه راز هغه روحی سکون چی په خپله جونګړه کی وی د بل چا په قصرونو کی نه پیداکیږی.

    خو بلی خوا ستاسو دزورواکۍ را پدیخوا ډیر افغانان په پټه او ښکاره د تالبانو له خوا یا ووژل شو او یا وخت په وخت ځورول کیږی چی بی شماره بیلګی يی په رسنیوًکی راښکاره کیږی.

    خو تاسو هیڅکله دا اخلاقی جرات نه شی کولی چی ددې پیښو غندنه وکړی او مجرمانو ته يی سزا ورکړۍ.

    مدغه راز ستاسو کورنۍ هم له دی ویری په پاکستان او یا نورو هیوادونو کی اوسیدلی چی څوک ورته زیان ونه رسوی او هغه افغانان چی هیواد يی پریښی همدا وبره لری.

    که تاسو د رښتینی مسلمانانو په حیث په خپلو وعدو وفا کړی وای او د عفوی ډنډوری مو رښتینی وای نو زه باورلرم چی ډیر افغانان به بیرته خپل هیواد ته راستانه شوی هم وای او نور به له افغانستان څخه کډی کولو ته مجبور هم نه شی.

    اوس هم وخت تیر نه دی چی په خپلو کړنو له سره غور وکړۍ او د افغانستان د خلکو سره د خشونت او بد چلن په ځای خواخوږی او زړه سوی ښکاره کړۍ او د دې غم ځپلی ولس زوړونه راخپل کړۍ.
    که تاسو په افغانستان کی د ولس زړونه او ملاتړ راخپل کړۍ نو هیڅ یو هیواد ته بیا د ګواښ کولو نوبت نه رسیږی بلکه نور هیوادونه به ستاسو درناوی وکړی.

  2. د طالبانو خوسی خبری دی نه عمل، بله دا چی هغه طیاری چی پخوانیو مجاهدینو پاکستان ته انتقال د هغوی دی اول غم و خوړل بیا دی دا نورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب